۱۳۹۴ شهریور ۲۳, دوشنبه

والي :پراخ اداري فساد،اوبي عدالتیومي دنورو کارونومخه نیولي ده .

راپور—۲۰۱۵—۹—۱۴—
هلمندوالي وایې  پراخ اداري فساد،اوبي عدالتیومي دپرمخیتایې کارونومخه نیولي ده .
والي میرزاخان رحیمي وایې له دندي مي څلورمیاشتي اوړي خوپه ښاروالۍ کې ډيری ناقانونه کړنودپارکونو،جوماتونو،اوشخصي مځکوویش نه یوازي دته سرخوږی جوړکړی بلکي دډیروکارونومخه یې نیولې اومصروف یې ساتلی دی ، خوهاخوادښاروالي چاروواکې وایې داسي هیڅ اسنادنسته چې دوی دي پرخپل سرخلکوته مځکه اویاهم عامه ځایونه ویشلي وي ،دوی وایې داهرڅه یې دپخواني ولایتي مسولینو،اودښاري پراختیادوزارت په امرکړي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي میرزاخان رحیمي وایې له دندي یې څلورمیاشتي اوړي خوتراوسه په اداروکې دفساد،اوبي عدالتیوله امله مصروف ساتل سوی  چې دنورومهیموپرمختیایې اومنیتي کارونومخه یې نیولي ده ،هغه وایې دښاروالۍ له لوري د شنواوعامه ځاینوترڅنګ دخلکودشخصي مځکوویشل بله هغه مسله ده چې دده دکارونوپروړاندي یې لوی خنډونه رامنځته کړي دي ،هلمندوالي وایې دښاریانوددغي ستونزوپه اړه یې دڅارنوالي څخه دڅیړنواودحل غوښتنه کړې .

  داسي ویل کیږي چې لښکرګاه ښاروالۍ پرخپل سرځینولوړپوړودولتي چارواکوته په شنو،اوعامه ځاینوکې دتیلوپمپونه ،اومارکیټونه ویشلي دي ،خودلښکرګاه ښاروالۍ مرستیال وایې له تیروڅوکلونوراهیسي په ښارکې ټولي ویشل سوي مځکي یې دپخوانۍ ولا یتي اومرکزي ادارې په امرکړي دي ،هغه په ښاروالۍ کې دهرډول فسادخبره رده وي خوغوښتنه کوي که په دغه برخه کې کوم اسنادموجودوي دوی حاضردي چې جواب ووایې.


هلمندوالي په داسي حال کې په لښکرګاه ښاروالۍ کې دپراخ فساداوبي عدالیتوڅخه خبرورکوي چې وړاندي تردي دولایتي شوراترڅنګ دلښکرګاه ښاراوسیدونکوهم په ښاروالۍ کې دشته پراخ فساداوبي عدالیتوڅخه په وار وار دلاریونونوترڅنګ ان ځینویې دخپل حق دترلاسه کولوپه موخه خپلي خولي هم ګنډلي وې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر