۱۳۹۴ شهریور ۱۶, دوشنبه

لاریون کوونکې وایې که په پیژندپاڼوکې داسلام اوافغان کلیمې ونه لیکل سي دابه داولسمشرتاریخي تیروتنه وي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۷—
دهلمندیوشیمراوسیدونکودیوه لاریون پرمهال ګواښ وکړه که دپيژندپاڼوپرمخ داسلااوافغان کلیمه ونه لیکل سي دوی به یې وانخلي .
دوی له اولسمشره څخه جدي غوښتنه وکړه ترڅوپه پيژندپاڼوکې داسلام اوفغان دکلیمي لیکلوته جدي پاملرنه وکړه .لاریون کوونکوګواښ وکړکه مرکزي دولت دغه تاریخه تیروتنه وکړي دوی به نه یوازي په مرکزي کې بلکې په ولسوالیوکې به هم دلاریونونوترڅنګ دپیژندپاڼودمخنیوي هڅي وکړي .
نورحال دهلمند ولایت څخه زه موږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت اویوشمیرولسوالیواوسیدونکوددوشنبي په ورځ په لښکرګا ښارکې دیوه لاریون پرمهال پرهغه کسانودمرګ شعارونه وویل چې په پيژندپاڼوکې داسلام اوفغان دکلیمي سره مخالفت کوي ،دوی وایې که اولسمشرپه دغه برخه کې همداسي بیتفاوته پاته سي  دابه یې یوه لوه تاریخي تیروتنه وي چې دخپلي واکمنۍ پرمهال یې دافغان اولس سره کوي ،لاریون کوونکوګواښ وکړ کچیري دپیژندپآڼوپرمخ داسلام اوافغان کلیمه ونه لیکل سي دمرکزترڅنګ به په ولسوالیوکې هم نه یوازي دپیژندپاڼودویشلومخه نیسي بلکې به خپلوپراخومدني حرکتونوته دوام ورکړي .


لاریون کوونکې وایې کوم کسان چې په پیژندپاڼوکې داسلام اوفغان کلیمې  نه غواړي ددوی په خبره دغه کسان افغانانه بلکې دپریدولاس پوڅي دي  ، لاریون چې شا اوخوایونیم ساعت یې دوام وکړپه پای کې یوپریکړه لیک هم صادرکړچې په یوه برخه کې یې داسي راغلي .


په هلمندکې دغه لاریون په داسي حال کې ترسره کیږي چې دپلازمیني کابل ترڅنګ په یوشمیرنوروولایتونوکې هم دیته ورته لاریونونه ترسره سوي اودغه لړۍ به ترهغه دوام کوي چې دپيژندپاڼوپرمخ داسلام اوافغان کلیمي نه وي لیکل سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر