۱۳۹۴ مهر ۱, چهارشنبه

ملاخیل :په کجکي اوموسي کلاولسوالیوکې وسله وال مات سوي اوامنیتي ساحه هم پراخه سوې ده .

راپور—۲۰۱۵—۹—۲۳—
دهلمندپه کجکي اوموسي کلاولسوالیوکې وسله وال مات سوي اوامنیتي ساحي هم پراخي سوي دي .
دهلمندامنیتي چارواکې وایې اوس هم په یادوولسوالیوکې دافغان امنیتي ځواکونوعملیات دوام لري چې پرمهال یې ډيری سیمي هم دوسله والودشتون څخه پاکي سوي دي ،چارواکې همدارازپه مرکزاولسوالیوکې داختردخوشحالیودورځودلمانځلودبشپړه امنیتي تدابیرودنیول کیدوڅخه هم خبرورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې په کجکي اوموسي کلالسوالیوکې امنیتي ساحه پراخه سوي اوهمداراز ډیری سیمي هم دوسله والودشتون څخه پاکي سوي دي ،قوماندان زیاته وي په موسي کلااوکجکې ولسوالیوکې یې وسله والوطالبانوته درنه مرګ ژوبله اړولي ده اودامهال په سیمه کې وسله وال دماتي سره مخ سوي دي ،نوموړي په دواړوولسوالیوکې دیوډول خاصوامنیتي تدابیرودنیول کیدوڅخه خبرهم ورکړ.

هغه وایې وسله والوپوره هڅه وکړه چې دکجکي دبریښنادبندفابریکه ترخپلي ولکي لاندي راولي خونه یوازي چې ونه توانیده بلکي دسري قطعي دقوماندان په ګډون ورته تیره ورځ هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده ،پاسوال نبي جان ملاخیل همدارازپه مرکزاولسوالیوکې دلوی اختردخوشحالیودورځودبشپړه امنیتي تدابیرودنیول کیدوڅخه خبرهم ورکوي ،نوموړی زیاته وي دټولومیله ځاینواوپارکونودښه امنیت په موخه یې خاص امنیتي تدابیرنیول دي .

یاده دي وي چې دکوچني اخترپه ورځوکې هم په مرکزلښکرګاه ښاراوولسوالیوکې افغان امنیتي ځواکونوبشپړه امنیتي تدابیرنیول وه اوهیڅ کومه پیښه هم نده رامنځته سوې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر