۱۳۹۴ شهریور ۲۰, جمعه

عمري: موږبشپړه امنیت راویستی اوس دي دولت دخلکولپاره دښوونځیواودبیارغاوني کارونوته وده ورکړي .

راپور—۲۰۱۵—۷—۲۶—
دګرمسیرولسوال وایې موږبشپړه امنیت راویستی خودولت دي اوس دخلکوداولادونولپاره ښوونځۍ ډیري کړي .
هغه وایې ګرمسیرولسوالۍ ته دتشکیل لمخي ۳۹ ښوونځي ورکول سوي نه یوزاي ټولي فعاله دي بلکې ۲۸ ښوونځیوته یې په پآخه او اساسي توګه ودانۍ هم جوړي کړي دي .خوولسوال ایوب عمرعمري په دي ولسوالۍ کې دلانورښوونځیوغوښتنه کوي په خبره یې چې اوس هم زده کوونکې دښوونځیودلري والي له امله دزدکړوڅخه بي برخي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زمږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې ګرمسیریوازینۍ ولسوالۍ ده چې په بشپړه توګه تردولتي حاکمیت لاندي ده ،داولسوالۍ کلونه وړاندي ددواړوډلوترمنځ دجنګ لومړی کرښه وه ،خوددولتي چارواکودښي حکومتدارۍ اودخلکوپه سرښندنه یاده ولسوالۍ دامهال دهیوادپه سطه دبشپړه امنیت څخه برخمنه ده ،ولسوال ایوب عمرعمري دشمشادسره په خبروکې وویل که څه هم دتشکیل لمخي ګرمسیرولسوالۍ ته ۳۹ ښوونځۍ ورکول سوي نه یوزاي چې ټولي فعاله دي بلکې ۲۸ ښوونځیوته یې په پاخه اوساسي توګه ودانۍ هم جوړي کړي دي .

هغه وایې دوی اوس مهال په یاده ولسوالۍ کې هیڅ  ستونزه نلري خویوازینۍ ستونزیې په دي ولسوالۍ کې دښوونځیوکموالی اوودبیارغاوني دکارنولږوالی دی ، ولسوال دمرکزي دولت څخه ګرمسیرولسوالۍ ته دغځیدلي لوی لاري په پاخه اوساسي توګه جوړول ،دزابرانواوکانلونودپاکولوپه برخه کې دمرستي غوښتنه کوي  ،نوموړی دیادي ولسولۍ دبشپړه امنیت دراویستلودلاملونوپه اړه داسي وویل .

نوموړی وایې اولس اودولتي چارواکودیوبل سره مرسته کول ددې لامل سوه چې یاده ولسوالۍ دیوي نموني په توګه امنیت کړې ،ګرمسیردمرکزلښکرګاه ښارجنوب ته په پنځه شپیته کلیومتري کې پرته ولسوالې ده چې دګاونډي هیوادپاکستان سره ۱۲۰ کلیومتره ګډه سرحدي پوله هم لري ، هلمند که دهیوادپه سطه دناارامه ولایتونوپه کتارکې خپل ځای لري خوداولایت په خپله غیږه کې داسي ولسوالۍ هم لري چې دټولوولسوالیواولایتونوپه پرتله یې امنیت په بشپړه توګه دډاډوړدی .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر