۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

والي:دملااخترمحمدمنصورډله هڅه کوي چې ډیری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راولي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۲۱—
دملااخترمحمدمنصورډله هڅه کوي چې په هلمندکې ډیری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راولي .
په هلمندکې وروسته له هغه چې دوسله والوطالبانوبریدونوزورواخیستي اوس داسي ګنګوسي دي چې دملااخترمحمدمنصورپلویان غواړي پرډیری سیموباندي خپله ولکه ټنګه کړي ترڅونوري وسله والي ډلي دهغه سره یوځای سي ،هلمندوالي هم دامنې چې په دغه برخه کې دویته اطلاعات رسیدلي دي چې دملامنصورډله غواړي ځینیي سیمي په واکې واخلي ولي زیاته تراوسه یې کره اسنادپه لاس نه دي راوړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
له کومه وخته چې په هلمندکې وسله  والوطالبانوخپلوبریدونوته زور ورکړاوپرځینوسیموباندي یې خپله ولکه هم ټنګه کړه اوس داسي ګنګونسي خپریږي چې دملااخترمحمد منصورډله هڅه کوي چې په دې ولایت کې ډيری سیمي ترخپلي ولکي لاندي راولي ترڅونوري وسله والي ډلي دملااخترمحمدمنصورسره بیعت وکړي ،دهلمندوالي میرزاخان رحیمي دشمشادتلویزیون سره په ځانګړوخبرو کې وویل که څه هم کره اسنادموجودنه دي ولي دامنې چې دوی په دغه برخه کې ځیني اطلاعات په لاس راوړي دي چې وسله وال طالبان دځینوسیمودنیول کیدوهڅه کوي.

خوهلمندوالي وایې دامهال یې په هلمندکې دوسله والوطالبانوجنګي ماشین له ماتي سره مخ کړی اونورنیسي کولای چې کومه سیمه اویاهم ولسوالۍ ترخپلي ولکي لاندي راولي .والي میرزخان رحیمي دخلکوڅخه وغوښتل ترڅودوسله والوطالبانوسره خپلي هرډول همکارۍ ته دپای ټکي کښیږدي .

څوورځي وړاندي دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دشمشادتلویزیون سره په ځانګړوخبروکې دوسله والوطالبانوترمنځ دسخت اختلاف درامنځته کیدوڅخه خبرهم ورکړ،دشمالي ولسوالیودنیول کیدولپاره وسله والوطالبانویوه لویه ډله دسري قطعي په نوم رامنځته کړه ترڅویادي ولسوالۍ په خپل واکې واخلي خوهلمندوالي  وویل څوورځي وړاندي په موسي کلاولسوالۍ کې یې یاده قطعه په بشړه توګه لمنځه وړي ده چې له امله یې په موسي کلا اوکجکې ولسوالیوکې امنیتي ننګوني هم راکمي سوي دي ، وسله والوطالبانوتراوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر