۱۳۹۴ شهریور ۲۹, یکشنبه

په هلمندکې دیوه روغیتایې مرکزدجوړیدوچاري پیل سوې


راپور—۲۰۱۵—۹—۲۰—
په هلمندکې دیوه روغیتایې مرکزدجوړیدوچاري پیل سوې .
چارواکې وایې پردغه روغتیایې مرکزشپږنیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې دهندوستان هیوادله لوري ورکول کیږي ،دوی وایې دیوه کال په موده کې به یې چاري  بشپړي اوګټي اخیستني ته وسپارل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه مرکزلښکرګاه ښاردبي ټوون په سیمه کې دیوه بي ایچ سي روغتیایې مرکزدجوړیدوچاري پیل سوي،دهلمندوالي میرزاخان رحیمي په یاه سیمه کې خبریالانوته وویل دغه روغتیایې مرکزچې دهندوستان هیوادپه مالي مرسته دشپږنیم میلیونه افغانیوپه لګښت به دیوه کال په موده کې جوړاوګټي اخیستني ته به وسپارل سي ،والي وایې په یاده مرکزکې به داسانتیاوړټول وسایل موجودوي چې په جوړیدوبه یې دزرګونه کورنیوروغتیایې ستونزي هم حواري سي .

والي یوواربیاژمنه وکړه چې دنوراړینوکارونوترڅنګ یې په دي ولایت کې پاملرنه دپوهني ،اورغتیایې ستونزولمنځه تلوته ده چې دغه لړۍ به ولسوالیوته هم وغځوي ،هاخوا په هلمندکې دعامي روغتیاریس ډاکټرعنایت الله غفاري وایې دغه روغتیایې مرکزچې په دوه جریبه ځمکه کې جوړیږي دعامي روغتیادوزارت دلایحي سره سم به دناروغانوبشپړه درمنله کوي ،هغه وایې دوی پلان لري چې دیته ورته نورروغتیایې مرکزونه دمرکز ترڅنګ په ولسوالیوکې هم جوړکړي ترڅوپه روغتیایې برخه کې پرتي ستونزي راکمي کړي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر