۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

ایساف په یوه هوایې بریدکې دهلمند۲۰ ملي پولیسوته مرګ ژوبله اړولي ده .

راپور—۲۰۱۵—۹—۸—
ایساف دانه منې چې په هلمندکې دوی پولیس وژلي دي خودهلمندامنیه قوماندان وایې دوی په هوایې بریدکې پولیس وژل دي .
قوماندان وایې داچې دنشه یې توکوسره دمبارزي پولیس دقاچاق بروپرضدپه عملیاتوبوخت وه خوایساف ځواکونوترخپل بریدلاندي راویستي دي چې ۱۱ پولیس وژل سوي اووه نورټپیان سوي دي ،داسي ویل کیږي چې ډيری وختونه دځینوولسوالیواودیادمدیرت اړونده پولیس بیله اجازي ریګونوته ځي ترڅودقاچاق بروڅخه نشه یې توکې ټنګ اوبیایې په خپلوکې سره ووشي چې ډیری وختونه پکي مرګ ژوبلي هم رامنځته سوي دي ،خودوژل سوپولیسودکورنیوغړي بیادوژل سوپولیسوشمیره ډيره یاده وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان وایې وړمه شپه ددوی اړوند دنشه یې توکوسره دمبارزي پولیس چې په رسمي دنده بوخت وه اودنشه یې توکودقاچاق بروپروړاندي یې عملیات درلوده ایساف ترخپل هوایې بریدلاندي راویستي دي چې ۱۱ پولیس  اوددوی دوه مرسته کونکي وژل سوي اوهمدارنګه اوه نورپولیس ټپیان سوي دي ،هغه وایې داچې پولیسوالوتکوته دځآن ښودلوپه خاطرچې دوی پولیس دي اشاري وکړي خوبیاهم هغویوترخپلوبریدونولاندي راویسته اویاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

ملاخیل هغه دواړي خبري ردکړي چې پولیس ګواکې په شخصي کالیوکې وه اویاهم پرخپل سر ریګونوته دکوم بل کارپه موخه تللي وه ،په هلمندکې دغه خبره ډيره ګرمه ده اوهرڅوک پري خبري کوي چې یوشمیر پولیس دقوماندانو داجازي پرته ریګونواودښتي سیموته ځي ترڅودقاچاق بروڅخه نشه یې توکې ونیسي اووروسته یې په خپلوکې سره وویشي ځيني سرچیني وایې یادکسان هم په همدي موخه پرته له کومي اجازي تللي وه خوقوماندان دغه خبره ردکړه ،هغه دامنې چې ځيني کسان دښتي سیمواوریګونوته په همدي موخه ځي خوهغه ټنګارکوي چې داکاریوازي دپولیسودنده ده .

په یاده پیښه کې بیادوژل سوپولیسودکورنیوغړي چې دامنیه قوماندانۍ مخي ته راټول سوي وه وایې په یاده پیښه کې ډيری پولیسوته مرګ ژوبله اوښتې ده .


دیادولوده چې دهلمندوالي میرزاخان رحیمي هم څووړاندي په یوه غونډه کې دنشه یې توکوپه قاچاق اودیته ورته کړونوکې دنظامي ځواکونودلاس لرلوڅخه سخته اندیښنه وښوده خووالي هم هغه مهال ددغه ډول کړونودمخنیوي ژمنه وکړه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر