۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

په کجکې ولسوالۍ کې دداعیش اوطالبانوترمنځ له تیرودوورځوراهیسي سخته جګړه روانه ده .

راپور—۲۰۱۵—۹—۳۰—
دهلمندپه کجکې ولسوالۍ کې دداعیش اوطالبانوترمنځ له تیرودوورځوراهیسي سخته جګړه روانه ده .
دهلمندامنیه قوماندان وایې ددواړوډلوترمنځ په کجکي ولسوالۍ کې نښتي رامنځته سوي دي چې دواړه لوروته مرګ ژوبله هم اوښتې ده ،قوماندان وایې دداعیش اوطالبانوترمنځ دلوړاختلاف په ترڅ کې دتیري ورځي دنښتي له امله دداعیش څخه  ډيری سیمي طالبانونیولي دي ،نوموړی ددوی ترمنځ اختلاف اوجګړوته خوښي وښوده .
نورحال دهلمنولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه کجکي ولسوالۍ کې له تیرودوورځوراهیسي دداعیش اوطالبانوترمنځ جګړه روانه ده دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې دغه جګړه چې اوس هم دوام لري داوړډلوته مرګ ژوبله هم اوښتې ده ،هغه وایې داچې ددواړوډلوترمنځ له پخوانه اختلافات موجودوه چې دډیریدوسره سم یې دیوبل پروړاندي جګړه هم راپیل کړه .اولاهم ددوی دواړوترمنځ دیوبل دځپلوپه موخه جګړه پرمخ ځي .

امنیه قوماندان په کجکې ولسوالۍ کې دداعیش اودطالبانوترمنځ راولاړسوي ژوراختلاف ته خوشبین دی اوزیاته وي ددوی ترمنځ اختلاف په سیمه کې دافغان امنیتي ځواکونوسره دامنیت په راویستلوکې پوره مرسته کولای سي ، دملاخیل په خبره تراوسه ډيری سیمي دداعیش څخه طالبانونیولي اوداعیش یې دسیمي څخه شړلي دي .

هغه وایې تراوسه شپږدداعیش ډلي جنګیالي مړه اوڅلورنورټپیان سوي دي اوهمدارنګه دوه وسله وال طالبان هم وژل سوي دي ،خودسیمي څخه یوه امنیتي سرچینه وایې ددااعیش اوطالبانوترمنځ په روانه نښته کې تراوسه ددواړولوروپنځه څلویښت کسانوته مرګ ژوبله اوښتي ده ،دیادولوده چې شاه اوخواشپږمیاشتي وړاندي دکجکي ولسوالۍ دګندم ریزاډې په سیمه کې دایساف په یوه هوایې بریدکې دداعیش ډلي مشرملاروف خادم ووژل سو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر