۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبه

دګرمسیرولسوالۍ پولیسو ۵ خرواره چاودیدونکي توکې نیولي دي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۳—
دهلمنددګرمسیرولسوالۍ پولیسودوه نیم ټنه چاودیدونکي توکې نیولي دي .
چارواکې وایې دغه چاودیدونکي توکې دبهرام چې څخه لومړی دفراولایت دبکواولسوالۍ ته اووروسته دهلمندمارجې ولسوالۍ ته لیږدول کیده  چې دوی دخپلوپټواواستخباراتي معولوماتوپربنسټ ددوکسانوسره ونیول .دګرمسیرامنیتي چارواکې وایې یادمواد دځانمرګوپه واسکټونو،موټربمونو،اومځکي ماینونوکې تري استفاده کیږي .
چارواکې وایې په لومړی ځل وسله وال داسي قومي چاودیدونکې توکي راوړي وه چې مخه یې ونیول سول .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دګرمسیرولسوالۍ امنیتي چارواکې وایې پولیسوهغه قوي چاودیدونکي توکي ونیول چې په لومړي ځل دې ولایت ته  راوړل کیده ،دګرمیسرامنیه قوماندان وایې دغه دونیم زره کلیوګرامه چاویدونکي توکې چې په یوه سایپاموټرکې ځای پرځای سوي وه دوی دخپلوپټومعلوماتوپربنسټ ددوکسانوسره دیوه کمین پرمهال ونیول،قوماندان وایې نیول سووکسانوورته ویلي دوی دغه چاودیدونکي توکي دبهرام چې څخه دفراولایت دبکوا ولسوالۍ ته اوبیاله هغه ځای دهلمندمارجې  ولسوالۍ ته انتقاله ول ،نوموړی وایې یادچاودیدونکي توکې دځانمرګوپه واسکټونو،موټربمونو،اومځکني ماینونوکې تري استفاده کیږي .

هغه وایې دنیول سوکسانوسره یې پاکستاني کارټونه هم نیولي دي چې دبلوچستان دچاغي دسیمي اوسیدونکي دي ،قوماندان ډاډورکوي چې په ګرمسیرولسوالۍ کې به دهرډول ناامنیواووران کاره کړنومخه به نیسي ،نوموړي دګرمسیرولسوالۍ دولسونوڅخه مننه وکړه چې په هره برخه کې ورسره پوره مرسته کوي .


ګرمسیر دلښکرګاه ښارپه جنوب کې پرته ولسوالۍ ده چې دګاونډي هیوادپاکستان سره ۱۲۰ کلیومتره ګډه سرحدي پوله هم لري خوداچې دیادي ولسوالۍ اوسیدونکې دامنیتي چارواکوسره بشپړه مرسته کوي امنیت یې هم دنوروولسوالیوپه پرتله دډاډوړدی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر