۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

امنیه قوماندان : دلوړپوړوچارواکو،او وکیلانومقرریوهلمندکې ناامنۍ ډيري کړي دي .

راپور—۲۰۱۵—۹—۰—
بیلااخیره په هلمندکې دروانوناامنیواوشته ټولوستونزوزیږنده دمرکزڅخه دخپلسرومقرریوده .
دهلمنددلوړپوړي چارواکې وایې دمرکزي دولت اووکیلانوپه ملکي اونظامي برخه کې دخپلسرومقرریوله امله ستونزي ورځ تربلي پسي ډيري سوي ،دهلمندامنیه قوماندان توري پوري کوي چې ډيری نظامي مسولین دمرکزڅخه مقرریږي چې دوی دلري کولوتوان نلري اودغه کسان نه یوازي چې خپلودندوته ژمن ن دي بلکې دناامنیویولوی لامل همدادی ،قومي مشران هم په هلمندکې دروانوستونزویولوی لامل همدابیسواده ،ملکي اونظامي مسولین دمرکزاویاهم دځینواستازولخواڅخه پردندوګمارل بولي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې له کلونوراهیسې دروانوناامنیواوپراخوستونزویولوی لامل په مرکزکې دیوشمیروزیرانو،دولسي اومشرانوجرګې داستازوله لوري دخپلوګټودساتلوپه موخه بیسواده،ملکي اونظامي مسولین په دندوګمارل په ګوته سوه ،دهلمندامنیه قوماندان که څه هم دچانوم یادنکړخوزیاته وي دیادوټولولویوناخوالوزیږنده همداخپلسري مقررۍ دي چې نه یوازي یې دویته سرخوږی جوړکړی بلکې همدامسولین دي چې خپلودندوته ژمن نه دي چې له امله یې ناامنۍ ډیري سوي .

قوماندان وایې مرکزکې معاملې رواني دي په دنده ګمارل سوي مسولین یې امریې نه منې ،په سیمه کې یې ناامنیواواداري فسادته هم ښه زمینه برابره کړي ده ،په ورته وخت کې قومي مشران هم په دي ولایت کې دروانوناامنیولویه پړه پرمرکزي چارواکواووکیلانووراچوي چې دوی په معاملوبوخت دي ،په ملکي اونظامي اداروکې  بیسواده،غیري مسلکي کسان یې په دندوګمارلي دي دوی که یې مخه ونه نیول سي ډيرژربه امنیتي ننګوني ترمرکزه هم ځان ورسوي .

قومي مشران وایې په لوی لاس په اداروکې فساد او ناړو کړونو ته  لاره هواره  سوي، اوهره ورځ د کمزوري مدیرت له امله سرتیري په ځآنګړي توګه پولیس خپل ژوند دلاسه ورکوي ،هلمندوالي هم دقومي مشرانوسره په جوړه سوي مشورتي غونډه داومنله چې یوشمیرولسوالان دسرپرست په توګه رالیږل سوي چې نه یې په مقررۍ خبردی اونه یې هم وړاندیزکړی دی ،هغه وایې همداسي په نظامي برخه کې دغه ډول ستونزي سته خووالي قومي مشرانوته دیادي ستونزي دحل ژمنه ورکړه .

شمشادتلویزیون ته یوي باروي امنیتي سرچیني دنوم دنه ښودلوپه شرط وویل په دي ولایت کې ټولي ولسوالۍ ،اوامنیه قوماندانۍ دولسي اومشرانوګې دوکیلانواوپه مرکزکې دلوړپوړچارواکوترمنځ ویشل سوي دي یوشمیروکیلانوخپل خپلوان اوځینویې دپیسوپه بدل کې ځیني مسولین په دندوګمارلي دي ، دغه سرچینه وایې ان داچې په ښارکې هم ټولي حوزي ویشل سوي دي که لوړپوړي چارواکې په یاده برخه کې کوم اقدام وکړي دوی ورته بیلابیل خونډونه جوړه وي ،دغوټولوخبروته په کتوداسي بریښي چې دوکیلانوترڅنګ مرکزي دولت هم نه غواړي په هلمندکې یوه قوي رهبري جوړه اوپرتوناخوالوته دپای ټکي کښیږدي،


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر