۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

دطالبان یوازي دموسي کلااوکجکي ولسوالیوڅخه دکاله ۵ زره لکه کالداري عوایدپه لاس راوړي .

راپور—۲۰۱۵—۱۰—۲—
په شمالي هلمندکې روانې ناامنۍ اودرنه جګړه دبریښناڅخه دلوړوعوایدوڅخه په لاس روړلوګرمه ساتلي ده .
دهلمندولایتي شواروایې وسله وال طالبان یوازي دموسي کلااوکجکي ولسوالیودبریښناڅخه دکاله پنځه زره لکه پاکستاۍ کالداري عوایدپه لاس رواړي ،چې له امله یې جګړه ګرمه کړي ده ،دبریښناشرکت وایې که دغه پیسي راوګرځول سي دهلمنداوکندهاردبریښناپه برخه کې به ډيری ستونزي حل سي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندشمالي ولسوالۍ له کلونوراهیسې دپراخوناامنواودجنګ جګړوتودي سیمي دي داچې وسله وال طالبان په یادوولسوالیوکې ولي دنوروولسوالیواوسیموپه پرتله لوی لوی مرکزونه اودایمي اډي لري دکجکي ولسوالۍ اوسیدونکی اودولایتي شوارغړی عبدالمجیداخندزاده وایې وسله والوطالبان یوازي په موسي کلااوکجکي ولسوالیوکې دبریښناڅخه دکاله پنځه زره لکه پاکستانۍ کالداري عواید په لاس رواړي.

اخندزاده وایې دایوازي دبریښنادعوایدنه دي چې دسیمي وسله وال یې په لاس راوړي بلکې دزرګونه دکانونواوهمدارنګه دترانسپورټ څخه په زیاته اندازه پیسي هم په لاس رواړي چې دجګړې ماشین یې ګرم ساتلی دی ،په ورته وخت کې دبریښناریس وایې ټول لښکرګاه ښاردرې میګاواټه بریښنالري خویادي دواړي ولسوالۍ اونیم میګاواټه بریښنامصرفه وي چې عوایدیې هم ټول وسله وال ټوله وي ،هغه وایې نه یوازي چې دوسله والوترواک لاندي سیمودبریښناهرډول ستونزه هم دوی هواره وي بلکي دهمدي سیموټول عوایدهم دوسله وال جیبونوته لویږي ،ریس  وایې که په دي اندازه پیسي ددوی لاس ته ورسي دوی به ترډیره دهلمنداوکندهارولایتونودبریښناستونزه هم هواره کړي .


هغه وایې دوی په دي اړه هیڅ معلومات نلري چې په یادوولسوالیوکې وسله وال دبریښنادکارولوڅخه څومري عوایدپه لاس راوړي،که څه هم په شمالي هلمندکې دروانودرنوجګړودوامداره کیدل تل دګاونډیوهیوادونوداقتصادي جګړي ترڅنګ دنشه یې توکوددقاچاقبرونوم  ورکول سوی خوداځل یې دیوي بلي داسي مسئلي څخه هم پرده پورته کیږي چې جنګي ډلي یې یوازي په دو ولسوالیوکې دبریښناڅخه دکاله په ملیونونوپیسي په لاس راوړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر