۱۳۹۳ بهمن ۱۵, چهارشنبه

په هلمندکې به سږکال ترسل زره ډیره میوه لرونکې اوزینتي نیالګې کښینول سي .

راپور—۲۰۱۵—۲—۴—
په هلمندکې به سږکال ترسل زره ډیره میوه لرونکې اوزینتي نیالګې په ښاراوولسوالیوکې کښینول سي .
دنیالګیودکښینولولړۍ په هلمندکې په رسمي توګه په داسي حال کې پیل سوه چې هرکال په یاده اندازه نیالګې کښینول کیږي خودساتنې په برخه کې یه خاصه پاملرنه نکیږي ،چې ډیری نیالګې دوچ والې سره مخ سي،خودښاروالي چاراکې بیاګیله کوي چې نه خونوري ادارې ،اونه هم ښاریان ورسره دنیالګیوپه ساتلوکې هیڅ رازمرسته نکوي
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمدسروري راکوي .
دهلمند مرستیال والي محمدجان رسولیاردنیالګیودکښنولوپرمهال وویل یادنیالګې میوه لرونکې اوزینتي دي چې دکرني دریاست په بیلابیلوڅیړنیزوفارمونوکې روزل سوي دي اودښارترڅنګ به ولسوالیوته هم ولیږل سي ،هغه وایې دنیالګیوساتل دټولوګډه دنده دوه اوبایدپه ښه توګه یې دروزلولپاره مټي راونغاړو.

دولایتي شوراریس محمدکریم اتل وایې دښاروالۍ دنه پاملرنې اودابودنه ورکړي له امله هرکال ډیری نیالګې دوچیدوسره مخ سي هغه دنیالګیوساتنه دښاروالۍ دنده بولې ،خودلښکرګاه ښاروالۍ مرستیال احمدمسعودسیلاب وایې په ښارکې نیالګې دابودنه ورکړي له امله نه بلکې دښاریانودنه پاملرنې له امله وچ سوي دي  اونه خوهم نورې ادارې دنیالګیوپه ساتلوکې ورسره مرسته کوي .

که څه هم هرکال په زیاته اندازه میوه لرونکې اوزینتي نیالګې کښینول کیږي خودنه پاملرنې له امله دڅوورځوپه تیردوسره په بشپړه توګه لمنځه ځي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر