۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

په هلمندکې یوي ښځي دکورنې تاوتریخوالې له امله ځان وژنه کړي ده .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۸—
په هلمندکې یوي ښځي دکورنې تاوتریخوالې له امله ځان وژنه کړي ده .
دلښکرګاه ښاردبست روغتون ریس وایې تیره شپه روغتون ته داسي یوه ښځه راوړل سوې ده چې په غاړه کې یه کې دځوړندیدوعلایم له ورایه ښکارې خولادامعلومه نه ده چې ښځې په خپله ځان وژنه کړي اوکه دکوم بل چالخواڅخه اوژل سوې ده .
هاخواددې ولایت دښځوچاروریاست ،اودبشري حقونوخپلواک کمیسون هم دپیښې خپلی کوي خودکره معلوماتولپاره یې معلومات نلرې .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د لښکرګاه کې دبست روغتون ریس ډاکتر نثار احمد بارک وایې تیره شپه دیوې میر مني جسد روغتون ته  راوړل سوی دی چې دیادې کورنۍ غړیو دوی ته ویلي دغي میر مني تیره شپه پرته له دې چې کومه ستونزه ولري ځان وژنه کړي ده ،هغه وایې طبي څیړنودا ښولي ده چې  ددغي ښځي پرغاړه رسۍ تاو سوي او بیا راځړول سوې ده ،هغه وایې دامعلومه نه ده چې وژل سوي ښخي خپله ځان وژنه کړي اوکه دکوم بل چالخواڅخه په دارځړول سوې ده .

په همدي اړه داستناف څارنوالۍ دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي دپیښو دڅیړلوځانګړي څارنوال عصمت الله حنیف وویل دپیښي په اړه پلټني کوي ،خوزیاته وي دکورنیو غړیو ورته وویلي چې میرمنې عصبي تکلیف در لودی او تردې وړاند يې هم یو ځل دځان وژني هڅه کړي وه،بل خوا بشري حقونو دخپلواک کمیسیون  دښځو دبرخي مسولي اوددې ولایت دښځوچارودریاست حقوقي  مدیرې یاده پیښه په کلکه وغندال اوغوښتنه یې وکړه چې دیادي پیښي په اړه دي جدي پلټني وسي ،خودوی هم دخپلوپلټنوپه اړه دپیل کیدوڅخه خبرورکړ.

دهلمنددامینه قوماندانۍ دجنایې جرمونوپروړاندي دمبارزي چارواکې وایې تراوسه لامعلومه نه ده چې یاده پیښه څنګه رامنځته سوې ده خوزیاته وي ددوی پلټڼي دوام لري .
یاده پیښه په داسي حال کې رامنځته کیږي چې څوورځې وړاندي دبشري حقونودخپلواکې کمیسمون ځای مسولینوپه دې ولایت کې دښځوسره دتاوتریخوالې دزیاتیدونکوپیښوداندیښنې ترڅنګ دولایتي چارواکې څخه یې په دغه برخه کې دپوره پام اړولوغوښتنه وکړه .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر