۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

دوسله والوطالبانودیوه قوماندان په ګډون ۱۲ تنوته مرګ ژوبله واښتې ده .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۸—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ دسیستانې په سیمه کې دوسله والوطالبانودیوه قوماندان په ګډون ۱۲ تنوته مرګ ژوبله واښتې ده .
دهلمندامنیه قوماندان وایې داچې په تریخ ناورکې دوسله والوطالبانوپروړاندي دذلفقارعملیات دوام لرې نوله همدي امله وسله والوتیره شپه دسیستاني په سیمه کې پرامنیتي پوستوبریدونه کړي چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه ،خوقوماندان وایې په دغه نښته کې دوه ملي پولیس هم وژل سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دښوراب پوځي اډي څخه شمشادتلویزیون ته دټلیفون پرکرښه وویل تیره شپه ناوخته وسله والوطالبانودسیستاني په سیمه کې دملي پولیسوپرامنیتي پوستوبریدونه وکړه چې پرمهال یې دملاصمدپه نوم دوسله والوطالبانویومشهورقوماندان دڅلورونوروملګروسره وژل سوی اوهمدارنګه تراوه زیات وسله وال طالبان ټپان سوي هم دي .

هغه وایې داچې په تریخ ناورکې دذلفقارعملیات بریالي پرمخ روان دي نوله همدي امله وسله وال طالبان غواړي دیادي ولسوالۍ پرنوروامنیتي پوستوله دي امله بریدونه وکړي چې دلته دروانوعملیاتومخه ډب کړي ،قوماندان وایې دتیري شپي په بریدکې دوه ملي پولیس هم وژل سوي دي .
دسیستاني دسیمي څخه یوه معتبره سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط شمشادتلویزیون ته وویل تیره شپه په یاده سیمه کې دملي پولیسویوې امنیتي پوستي سقوط کړی دی .خوچارواکې یاده خبره نه منې .

که څه هم تراوسه دیادي نښتې په اړه وسله والوالوطالبانوڅه نه دي ویلې خوقاري یوسف احمدي وایې تیره شپه یې په تریخ ناورکې دماین په چاودنه کې دافغان وسله وال پوځ پنځه سرتیري وژلې اوهمدارنګه یې یوزغروال موټرهم لمنځه وړی دی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر