۱۳۹۳ اسفند ۳, یکشنبه

په هلمندکې دپولیودواکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو.

راپور—۲۰۱۵—۲---۲۳-
په هلمندکې دپولیودواکسین درې ورځنی کمپاین پیل سو.
چارواکې وایې پرته له سنګین ،اوتریخ ناوره نوربه په ټول هلمندکې دپولیسوضدواکسین ددریوورځولپاره دوام وکړي چې په لړکې به یې تراوه لکه دډيروهغه ماشومانوچې عمرونه یې ترپنځه کلنۍ کم وي دپنځه زره رزاکارانوپه مټ واکسین کړل سي .خوچارواکوپه دې ولایت کې دپولیودیوي مثبت پیښې دثبت تیدوڅخه خبرهم ورکړ
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دپولیوضددرې ورځنی کمپاین په داسي حال کې پیل سوچې ددې ولایت په خانشین ولسوالۍ کې یوه مثبته پیښه هم ثبت سوې ده ،دعامي روغتیادریاست دکتلوي معافیت امرډاکټرعبیدالله داودزاده وایې پرته له سنګین ،اوتریخ ناوره نورپه ټول هلمندکې به دیادکمپاین په لړکې اوه لکه یولس زره پنځه سوه اته ماشومانوته چې عمرونه یې ترپنځه کلوکم وي واکسین کړل سي .
نوموړي په دغه برخه کې له ټولونهادونواوعاموخلکوڅخه دمرستي غوښتنه وکړه ترڅوپه دې ولایت کې دیادناوړه ویروس لمنه ټوله کړل سي .

هغه وایې په یاده موده کې به دپنځه زره رزا کارانوپه مټ پرته له یادو دوسیموپه ټول هلمندکې دغه درې ورځنی دپولیوواکسین دوام وکړي .
یاده دي وي چې په دوه زره دیارلسم کال کې ددې ولایت په نهرسراج کې يوه پیښه ،په دوه زره څوارلسم کې دوه پیښې یوه په نهرسراج،اوبله یې په ګرمسیرولسوالۍ کې وه چې په دوه زره پنځلسم کې هم په خانشین ولسوالۍ کې یوه مثبته پیښه ثبت سوې ده .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر