۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

امینتي چارواکو په نادعلي ،اوترخه ناورکې د ۲۷ وسلوالوطالبانودمرګ ژوبلې خبرورکړ.

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۴—
دهلمندامینتي چارواکې په نادعلي ،اوترخه ناورکې د ۲۷  وسلوالوطالبانودمرګ ژوبلې خبرورکړ.
چارواکې وایې داچې دذلفقارپه نوم علمیات په په بریالیتوب پرمخ ځي یوازي یه تیره ورځ دنادعلي ولسوالۍ دشنه کلې په سیمه کې چې وسله والوپریوه امنیتي پوسته بریدکړی دی وژلي دي .
دوی که څه هم ملکي ،اوپوځي چارواکوته دمرګ ژوبلې په اړه څه نه وایې خووسله وال طالبان بیادشپږوافغان سرتیري دوژل کیدوادعاوکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل وایې تیره ورځ وسله والوطالبانودنادعلي ولسوالۍ دشنه کلې په سیمه کې دسیمه ییزوپولیسوپرامنیتي پوستوبریدونه کړي چې پرمهال یې څلور طالبان ووژل سوي اوپنځه نور ټپيان سوي هم دي اوهمدارنګه څلور میله وسلي او یوه پایه مخابره  دپولیسو لاسته ورغلې ده

په ورته وخت کې د۲۱۵ میوند قول اردو دعامه اړیکو مسئول  ډګرمن محمد رسول ځاځی وايې تیره شپه يې د ذلفقار عملیاتو په دوام  دناوي ولسوالۍ دترخه ناور په ځینوسیموکې  دبیلابیلونښتوپرمهال  ۱۳ وسله وال طالبان وژل سوي اوپنځه نور ټپيان  سوي هم دي.

خوهاخوادوسله والوطالبانویاندقاري یوسف احمدي که څه هم ددې نښتي په اړه څه نه وایې خوزیاته وي په همدې ورځ په موسی کلا ولسوالۍ کې دیوه ماین په چاودنه کې څلورافغان سرتیري وژلي او درې نور ټيپان کړي هم دي .خوامنیتي چارواکې ددوی ادعانه منې . 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر