۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبه

دنشه یې توکودوزارت له لوري پلې سوي پروژي بنستیزنه دي چې له امله یې هرکال دکوکناروپه کرکیله کې زیات والی راځي .

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۶—
دنشه یې توکودوزارت له لوري دکوکنارودمخنیوي په موخه پلې سوي پروژي بنستیزنه دي چې له امله یې هرکال دکوکناروپه کرکیله کې زیات والی راځي .
دغه څرګندونې ددې ولایت قومي مخورواوپه ولسي  جرګه کې دهلمند دخلکواستازودنشه یې توکودمخنیوي دعامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړي چې دنشه یې توکوسره ددمبارزې دورازت مرستیال برخه لرله،خوهاخودنشه یې توکودوزارت مرستیال هم په دغه برخه کې دیوډول ستونزوخبره منې خودجمعي په  ورځ په ټول هلمندکې دکوکناروداړلودعموي کمپاین څخه خبرورکړ .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په ولسي جرګه کې دهلمندخلکواستازي اوقومي مخوروتورپوري کړچې ګواکې دنشه یې توکووزارت ،اړونده موسسات ،اوبهرنیان نه غواړي په دې ولایت کي دکوکناروکرکیلې اوقاچاق مخه ونیول سي چې له امله یې دبسټیزوپروژوپرځای تش په نوم پروژي پلې سوي او خلک یې له پراخوستونزوسره مخ کړي دي ،دوی وایې داچې کرونده ګر دمجبورې له وجې دکوکنارووکرکیلې ته مخه کړې نومرکزي دولت دې دویته بنسټیزي پروژي پلې کړي چې یادي ستونزي یه هواري سي .

دوی وایې اوس هم دکوکنارودمخنیوي په برخه کې ډیری مرسته سوي پیسې بیځایه لګول کیږي چې له امله یې په دې ولایت هرکال دیادکښت کچه لوړه وي ،په ورته وخت کې دنشه یې توکوسره دمبارزي دوزارت مرستیال محمدابراهیم اظهردامنې چې یوډول ستونزي سته ،خونوموړې دجمعي په ورځ په مرکزاولسوالیوکې دکورکناروداړلودکپماین دپیل کیدوڅخه خبرورکړ،هغه وایې داچې یادوزارت په هلمندکې دلسم نیم ملیونوډالروپه ارزښت ساختمانې پروژې يلې کړي دي خووروسته به ددوی ټولې پروژې دکرنې په برخه کې وي چې مرسته به نیغ په نیغه کرونده ګروړي .

چارواکې په داسي حال کې په دې ولایت کې دکوکنارودکمپاین څخه خبرورکوي چې له یوي خواڅخه په ولسوالیوکې تراکتوران له کاره لویدلې ،اوله بلې خواهم په دې ولایت کې امنیتي ځواکونودذلفقارپه عملیاتوبوخت دې داچې دواړاه لوی لوی کارونه به څنګه پریوه وخت سمبال سي دیته به په طمعه سو.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر