۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه

د۲۱۵ میوندقول اردوڅخه څه باندي څوارلسوه تنه دلومړنیوپوځي زدکړوڅخه فارغه سول.

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۳—
په هلمندکې  د۲۱۵ میوندقول اردوڅخه څه باندي څوارلسوه تنه دلومړنیوپوځي زدکړوڅخه فارغه سول.
چارواکې وایې اوس مهال افغان وسلوال پوځ دکمیت لمخې پرخپلوپښوولاړدی خودوی هڅه کوي چې وسلوال پوځ دمسلکي پلوه پیاوړي کړي ترڅودروانوناامنیوکچه هم راټیټه کړل سي .
دوی وایې دم ګړی افغان وسلوال پوځ په هربرخه کې پوره چمتوالی لري ترڅودخپل هیواده په پوره میړانه دفاع وکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي د۲۱۵ میوندقول اردوڅخه څوارلس سوه لس تنه دولمړنیوپوځي زدکړو فارغه اودلوړې مراسم یې پرځای کړل.
دملي دفاع دوزارت دستردرستیزدارکان رئیس ډګرجنرال عبدالخالق وایې دم ګړی افغان وسلوال پوځ نه یوازي دکمیت لمخې پوره دی بلکې داوړتیاهم لرې چې دهیواددهرګوډګوډنه په پوره میړانه ساتنه وکړي ،خوټنګاریې دادي چې وسلوال پوځ بایدپه مسلکې برخه کې ددوی مهارتونه لوړسي چې په دغه کارسره به دناامنیوکچه هم راټیټه کړل سي ،نوموړی وایې په شمالي هلمندکې وسله والوطالبانوترډیره ملکي کسانوته بیلابیلي ستونزي رامنځته کړي دي اوبایدعام ولس ددوی له شره وژغورل سي .

دیادي قول اردودښوونې اورزنې دمرکزقوماندان ډګرجنرال شاولي ځاځی وایې نوي روزل سوي سرتیري دکورنیواستادانوپه مټ دتیرودومیاشتوپه موده کې یې زدکړي ورکړي اودراتلونکودونورومیاشتولپاره به هم دویته بیلابیلې پوځې زدکړي ورکول چې وروسته به ددې قول اردوپه جزوتامونوکې په دندووګمارل سي .

هغه وایې دوی هڅه کوي چې په دغه برخه کې نورهم کاروکړي ترڅوپراته خنډونه لمخې لري کړي .
یاده دي وي چې په ۲۱۵ میوندقول اردوکې دښوونې اوروزنې قوماندانۍ له تیروڅلوروکلونوراهیسې جوړه سوې اودتردي مهاله یې دملي اردو،ملي پولیسوپه شمول شاه اوخواشل زره سرتیري په دولسودوروکې فارغه کړي دي چې ددي ولایت ترڅنګ دهیوادپه نوروولایتونوکې هم په دندوګمارل سوي دي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر