راپور—۲۰۱۵—۲—۲۲--
په هلمندکې دذالفقارپه نوم پیل سوي عملیات ددې ولایت
جنوبي ولسوالیوته هم وغځیده .
چارواکې وایې تراوسه یې په شمالي اوجنوبي هلمندکې
دروانوعلمیاتوپرمهال ۲۸۸ کسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده ،دامینه قوماندانۍ دامینت
امرپه خانشین ولسوالۍ کې دهغه شپږژوندي وسلوالودنیول کیدوڅخه خبرورکړچې ورسره نیول
سوي وسلي ،اوکارټونه یې هم دګاونډي هیوادپاکستان دي .
نوموړي دغه څرګندوني دیکشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې
له رسنیوسره وکړي .
نورحال دهلمنددولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد
سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال باچاګل
بختیاردیکشنبي په ورځ په یوه خبري ناستي دذلفقارپه نوم پیل سوي عملیات خورابریالې
اوګټوروبلل ،دده په خبره تراوسه یې په سنګین ولسولۍ کې ۱۵۹ وسله وال طالبان وژلې
،او۹۳ نوریې ټپیان کړي دي ،اوهمدارنګه ددوملکي وګړوپه ګډون ۱۲ پولیس ټپیان سوي هم
دي ،نوموړی وایې پرهمدي مهال دتریخ ناورپه سیمه کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل سوي چې
ډیری یې لوړپوړي قوماندانان دي اوهمدارنګه دوه ملي پولیس وژل سوي اوڅلورنورټپیان
سوي هم دي .
هغه وایې ډیرژربه په سنګین اوتریخ ناورکې دوسله والوڅخه
په نیول سوسیموکې امینتي پوستې ځای پرځای کړي ،دامنیت امروایې داچې دوی خپل عملیات
دشمالي هلمندڅخه جنوبي هلمندته هم غځولي دي چې تیره شپه یې په خاشین ولسوالۍ کې
شپږتنه پاکستاني وسله وال چې پاکستاني اسناد،اووسلي هم ورسره دي ژوندي نیولي .
دوی وایې داچې دامنیتي ځواکونوترمنځ کلکه همږغې شتونلري
نوله همدي امله پرته له کوموستونزوعملیات پرمخ ځي اوډیرژربه ښه پایلې ولري ،وسله
والوطالبانوتراوسه دیادوعملیاتوپه اړه له رسنیوسره نوي معلومات نه دي شریک کړي ،که
څه هم دذلفقارپه نون دپیل سوعملیات یوه اونۍ پوره سوه خوتراوسه هم دملکې مرګ ژوبلې
په اړه څه نه دي ویل سوي ا .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر