۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

په هلمندکې دولتي چارواکوداځل دشپي لمخي دخپل ډول بیساري دمځکوپه غصب اوویشلولاس پوري کړی

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۰—
په هلمندکې دولتي چارواکوداځل دشپي لمخي دخپل ډول بیساري دمځکوپه غصب اویشلولاس پوري کړی دولایتي شوراریس اوغړودولایت ،ښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورین وایې اوس مهال لوړپوړي چارواکې دشپي له پلوه دمځکوپه غصب لاس پورې کړی دی چې دغه کارددوی اندیښنې راپارولې دي .
 ولایتي شورا،اومامورینودیوه لاریون پرمهال دولسمشرڅخه په دې ولایت کې دمځکودغصب دمخنیوي اودتورنوکسانودمحاکمه کولوغوښتنه وکړه ،ولایتي شورااو مامورینوهغه نومړهم له رسنیوسره شریک کړچې دلوړوپوړچارواکوترڅنګ ،دسنااوولسي جرګې استازوته هم نمرې ورکول سوي دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دولایت دمقام ،اوښاروالې له لورې داځل دخپل ډول بي ساری دمځکودغصب له امله دولایتي شوراغړو،دولایت ،ښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورینودیوه لاریون پرمهال دولسشمرڅخه دروان ظلم دمخنیوي غوښتنه کوي اوخبرداری ورکوي که داځل هم ولسمشردغصب په مخنیوي کې پاته راسي لاریونونوته به دوام ورکړي ، مامورین خبرداری ورکوي که مرکزي دولت ددوی غم ونه خورې خپلې دندي به هم پریږدي ،خوداځل دمځکوغصب ځکه په خپل ډول بي ساری دی چې دشپي لمخې پرې کورنه ودان سوي دي ،دوی هغه لیست هم درسنیوپه واکې وکړچې ددې ولایت دلوړپوړوچارواکوترڅنګ ،دولسي ،اومشرانوګې استازي هم پکې ونډه لري .

دلښکرګاه ښاروالي مرستیال احمدمسعودسیلاب لګول سوي تورنه نه منې خوزیاته وي دنمرودویش سلاحت یوازي دولایت دمقام لري ،هغه وایې دنمري دورکړي اونه ورکړي مسولیت هم دهغویوپه واکې دی .

که څه هم هرځل په دې ولایت کې دمځکودغصب توریوازي په ولایتي چارواکووي خوهغویوهرځل دخبروکولوڅخه ډډه کوي اوداځل یې هم دهغه ادعاوي په اړه له څه ویلوڅخه انکاروکړچې ګواکې ولایتي چارواکې په پراخ غصب کې راښکیل دي

دیاد ولوده  په هلمند کې په تیرو دوو کلونو کې دسلګونونو سوداګریزو مارکیټونو ترڅنګ ، سلګونه دوکانونه، او رهایشي نمري ویشل سوي دي، چې په وار وار يې خلکودرسنیوله لارې خپل ږغ هم پوته کړی دی خوتراوسه یې هم دمخنیوي لپاره هیڅ ګام نه دی پورته سوی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر