۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

وروسته له کلونوکلونودوسله والوطالبانوترواکمنۍ لاندي دکوفکي په سیمه کي عملیات پیل سول .

وروسته له کلونوکلونودوسله والوطالبانوترواکمنۍ لاندي دکوفکي په سیمه کي عملیات پیل سول .
داسیمه چې دنادعلي ولسوالۍ اړونده دملي پولیسواوملي اردودګډوعملیاتوپرمهال شپږولسوالوطالبان وژل سوي دي اوډيری سیمي یه هم ددوی له ولکې ایستلي دي ،امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل چې په لومړي ځل یاده سیمه دوسله والودولکې نه وتلي لیدنه وکړه اوزیاته وي عملیات به ترهغه مهاله دوام لري ترڅوسیمه په بشپړه توګه دوسله والودشتون څخه پاکه سوې وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دادنادعلي ولسوالۍ دکوفکي اولوی مانده ګډه سیمه ده چې کلوکلونه کیږي وسله والوطالبانوخپله واکمنې پرکوله خودنادعلي ،اوګرشک ولسوالیو،دملي پولیسوترڅنګ ملي اردوپه ګډه دلته عملیات پیل کړه چې پرمهال یې ډيری سیمي ترخپلې ولکي لاندي راویستلي دي اوشپږدوسله والوطالبانوجسدونه هم دپولیسولاسته ورغلې دي دغه سیمه چې تازه دوسله والوطالبانودولکي راوتلې دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل ورغلی اوهلته یې له رسنیوسره په خبروکې وویل ترهغه به عملیات دواملري ترڅوسیمه په بشپړه توګه دوسله والوطالبانوله ولکې وباسي .

ملاخیل وایې دوی له یوي خوادوسله والوطالبانو،اوله بلې خوادکوکنارودکرکیلې ،اوقاچاق بروسره په سخته جګړه کې راګیردي اوهمداقاچاق بردي چې دلته یې دجګړې ماشین روان ساتلی دی .

امنیه قوماندان که څه هم خپل لوریته دمرګ ژوبلې په اړه څه نه وایې خوتراوسه هم دروانوعملیاتوپه اړه وسله والوطالبانوڅه ندي دي ویلې .
یاده دي وي چې یوازي ددې ولایت شمالي ولسوالۍ نه دي چې دناامنیوشاهدي دي بلکې دګرشک،نادعلي ،مارجې،اوناوې ولسوالیوډیری سمي دکلوکلونوراهیسې اوس هم دوسله والوطالبانوسره په واکې دي چې امنیه قوماندان دخپلې دندي دپیل پرمهال دوسله والوڅخه دیادوسیمودخلاسون خبرورکړ.





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر