۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

دلښکرګاه ښاردلومړۍ امنیتي حوزې پولیسودیوي لوی چاودنې مخه ونیول .

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۶—
په هلمندکې دلښکرګاه ښارداولې امنیتي حوزې پولیسودیوي لوی چاودنې مخه ونیول .
دهلمند دامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیارپه سیمه کې شمشادتلویزیون ته وویل شاه اوخواته بجې دشپي یوه رکشه چې په زیاته اندازه پکې چاودیدونکې توکې ځای پرځای سوې وه غوښتل یې ښارته یې دچاودنې په موخه ولیږدوي دسیمي داوسیدونکوپه مرسته پولیسویه مخه ونیول .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندپه مرکزلښکرګاه ښارکې دلومړۍ امنیتي حوزې پولیسوهغه رکشه بم چې ښارته دداخلیدوپه موخه دبریدلپاره چمتوسوی و هدف ته له رسیدووړاندي یه مخه یې ونیول سول،دهلمنددامینه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاګل بختیارپه سیمه کې شمشادتلویزیون ته وویل په رکشه په زیاته انداه چاودیدونکې توکې ځای پرځای سوي وه اوموخې ته له رسیدووړاندي دسیمي داوسیدونکوپه مرسته دپولیسولخواکش اوخنثي کړل سوه .
نوموړی وایې رکشه چلونکی چې غوښتل یې دیادي رکشي په مرسته بریدترسره کړي په تیښته بریالۍ سوی دی خوزیاته وي ددوی پلټنې دوام لري .

دامنیت امروایې دوی ډیری وختونه دغه ډول بریدونه دخلکوپه مرسته کشف اوله منځه وړي دي خونوموړی بیاهم دعاموخلکودلارنورومرستوغوښتنه کوي .
یادرکشه بم په داسي حال کې دپولیسولخوا په ښارکې دننه هدف ته له رسیدووړاندي نیول کیږي چې اوس مهال دهلمندپه ټولوهغه نارامه سیموکې چې امنیتي ننګونې دي دذلفقارپه نوم لوی عملیات له تیرودوورځوراهیسې پیل سوي دي


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر