۱۳۹۳ بهمن ۱۲, یکشنبه

په هلمندکې دیوه پولیس افسردوژل کیدوقاتلین دوسلواونورووسایلوسره ونیول سول .

راپور—۲۰۱۵—۲—۱—
په هلمندکې دیوه پولیس افسردوژل کیدوقاتلین دوسلواونورووسایلوسره ونیول سول .
دهلمندامنیه قوماندان وایې نیول سوي یودهلمند،اوبل دزابل دی چې دمولوي وفاپه امریې یادپولیس افسردپنځوس زره پاکستانیوکالداروپه ورکړه وواژه، چې پولیسویادقاتلین دوسلې سره لاس په لاس ونیول ،چارواکې دڅارنوالې څخه قاتلینوته دسختي سزاغوښتنه کوي ترڅوپه هلمندکې ددغه ډول کسانومخه نیول سوې وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
که څه هم په هلمندکې دهدفي وژنولړۍ دپخواپه پرتله یوڅه توده سوې ده خوپه لومړې ځل دیوه پولیس افسرقاتلین ترلږځنډوروسته دخپلې وسلې سره لاس په لاس نیول کیږي ،وژل سوی پولیس شریف الله چې دیوي غریبې کورنۍ غړی ووله ډيري مجبورۍ اړسوچې دپولیسولیکوته ورسي اوخپله کورنۍ له اقتصادي ستونزوڅخه وژغورې .
دهلمندامنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل دشمشادتلویزیون سره په خبروکې وویل قاتلینوپه خپل جرم اعتراف کړی دی ،اوغوښتنه کوي چې عدلي ،اوقضایې ارګانونه دي قاتلینوته داعام سزارورکړي .

نیول سوي قاتلین یوځان بیګناه اوبل یې په خپل جرم اعتراف کوي او وایې دمولوي وفاپه نوم دیوه طالب قوماندان لخوادهرپولیس په وژل کیدوورته پنځوس زره پاکستانۍ کالدارې ورکوي چې دبست ملکي هوایې ډګرافسرشریف الله یې هم دیادپویسوپه بدل کې وواژه .


دوژل سوي پولیس افسرڅخه دوه میرمنې ،یوزوی ،اودوه لورګانې پاته سوي دکورنۍ غړې یه دخپل ژوند دنه خونديتوب له امله دخبروکولوڅخه ډډه کوي ،یاده دي وي چې دیوي مياشتي په لړکې په لښکرګاه ښار کي داپنځم دترورپیښه ده چې دنامالوموموټرسیکل سپرو لخواترسره کيږي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر