۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

دوسله والوطالبانودمقاومت پرته دذالفقارعملیات پرمخ ځې چې ډیری سیمې یه نیول سوي هم دي .

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۶—
په هلمندکې ذالفقارپه نوم دپیل سوعملیات ومشردستردرستیزدارکان رئیس ډګرجنرال عبدالخالق وایې په سنګین ولسوالۍ کې تراوسه دوسله والوطالبانودمقاومت پرته عملیات پرمخ ځې چې ډیری سیمې نیولې هم دي ،هغه وایې په یادوعلمیاتوکې دکندهار۲۰۵ اتل ،دهرات د۲۰۷ظفر،دهلمندد۲۱۵میوند،دکابل ۱۱۱پیرکه هم برخه لري چې له تیري ورځې راهیسې یې ددې ولایت دشمالي هلمندترڅنګ په ګرشک ولسوالۍ کې هم خپل عملیات شروع کړي دي ،بلخواهلمندسرپرست والي ،اودکورنیوچارودوزرات دپولیسوعمومي مشرلوي پاسوال محمد سالم احساس ډاډورکوي چې دروانوعملیاتوپرمهال به دهیڅ کومې ننګونې سره مخ نسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندچې دهیوادیوله ډیروناامنیوولایتوپه قطارکې دی تیره ورځ یې افغان امنیتي ځواکونودذلفقارپه نوم پراخ تصفوي عملیات دهلمندد۲۱۵ موند،دکندهار،۲۰۵اتل ،دهرات ۲۰۷ ظفرقول اردوګانو اوهمدارنګه دکابل ۱۱۱ پریکه هم برخه لرې پیل کړه ، چې په هرډول سپکواودرنووسلودسبالیدوترڅنګ هیوایې ځواک هم له دوی سره پوره مرسته کوي ،دملي دفاع دوزارت دستردرستیزدارکان رئیس اودذلفقاردعملیاتومشرډګرجنرال عبدالخالق وایې داځل په سیمه کې دلاښه امنیت په موخه دملي اردولوی لوی قراګاوي به ځای پرځای کړي چې دهوایې ځواک ترڅنګ د نوروپوځي امکاناتوڅخه به برخمنې وي .چې یوځل بیابه دوسلوالوطالبانودراتګ مخه ونیول سي .
پرهمدي مهال دهلمندسرپرست والي محمد نعیم اودکورنیوچارودوزارت دملي پولیسوعمومي قوماندان لوي پاسوال محمدسالم احساس په روانوعملیاتوکې دپوره چمتوالې ،دملکې اوپوځي چارواکوترمنځ دکلکې همږغي څخه خبرورکوي .

چارواکې وایې تراوسه هم دوی دوسله والوطالبانودهیڅ رازمقاومت سره نه دې مخ سوي اوسیمه وسله والوطالبانوپرایښې ده ،دوی وایې له تیري ورځي راهسیې ۳۵وسله وال طالبان وژل سوي ،۲۴ ټپیان سوي هم دي ،خوهاخوادوسله والوطالبانوویاندقاري یوسف احمدي وایې تراوسه یې په رونوعملیاتوکې ۱۱ افغان ځواکونه وژلې ۵ نوریې ټپیان کړي اوهمدارنګه یې پنځه زغروال موټرهم دماین په چاودنوکې لمنځه وړي دي .

دذالفقارپه نوم روان عملیات تر۲۰۱۰ کال راوروسته دهیوادپه سطه لوی عملیات دي چې له تیري ورځې راهیسې ددې ولایت په بیلابیلوسیموکې په لاره اچول سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر