۱۳۹۳ اسفند ۵, سه‌شنبه

ذلفقارپه نوم دپیل سوعملیاتوسره سم پرهلمند،اوکندهارولایتوپه بشپړه توګه بریښناقطعه سوې ده

راپور—۲۰۱۵—۲—۲۴—
په هلمندکې دذلفقارپه نوم دپیل سوعملیاتوسره سم پرهلمند،اوکندهارولایتوپه بشپړه توګه بریښناقطعه سوې ده 
دکجکې ولسوالۍ څخه هلمند،اوکندهارولایتونوته دبریښناغځول سوي مزي له تیرونهوورځوراهیسې پرې سوي دي چې له امله یې خلک له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي ،دبریښنادریاست چارواکې وایې ترڅوچې په سیمه کې امنیتي ننګونې اومځکنې ماینونه لمنځه ولاړنسي یاده ستونزه به  همداسي دواووکړي ،هاخوابیادلښکرګاه ښاراوسیدونکې په ښارکې دډیزلي جنراتوربریښنایوازي لوړپوړي چاروکې کاره وچې له نهووروځوسره سره یې دیوه ساعت لپاره هم بریښنانه ده ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې له تیرونهوورځوراهیسې دکجکې څخه هلمند،اوکندهارولایتونوته دبریښناغځول سوي مزي په سنګین ولسوالۍ کې پرې سوي چې پریادوولایتونوبریښناپه بشپړه توګه قطعه سوې ده ،دهلمند دبریښنا دریاست عملیاتي مرستیال انجینر محمد نبي وايې ترهغو چې به یاده سیمه کې جګړه  پایته ونه رسیږي ، او دماینونو خطر له منځه تللی نه وي دوی نه سي کولی چي خپل دپرسونل ژوند په خطر کې واچوي، هغه وایې که امنیتي چارواکې ورسره مرسته وکړي ددریم توربین چارې به هم ډیرژرپیل سي .
خو دبریښنا دریاست یوه سرچینه دنوم دنه ښودلوپه شرط وایې دځینو لوړو پوړو چارواکو  په غوښتنه دطالبانو ترواک لاندي سیموکې په ځانګړي توګه موسی کلا، او زمیندارو اوس هم بریښنا لري.
په ورته وخت کې دلښکرګاه ښاراوسیدونکې هم دبریښنادنه درلودلوله امله دګنوستونزوسره مخ دي،دوی وایې له یوې خوایې کاروباردستونزوسره مخ سوی اوله بلې خوادڅښاک لپاره داوبونشتون هم له ستونزوسره مخ کړي دي ،دوی وایې دشپي لخوا دلوړ پوړو چارواکوکورونوته دریاست لخوا دجنراتورونو  بریښنا ورکول کیږي چې له امله یې دکجکي بریښنا له پامه غورځولې ده .


که څه هم اوس مهال دکجکې څخه هلمند،اوکندهارته ۳۰ میګاواټه بریښناورکول کیږي ،۱۵ یې دسنګین په ګډون دزمینداوراوموسي کلاولسوالیو،۱۲ یې کندهاراوپاته نوره یې لښکرګاه ښارته ورکول کیږي که دریم تروبین فعاله سي د۳۰ میګاواټه څخه به دبریښناظرفیت ۵۱ میګاواټه لوړه سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر