۱۳۹۳ بهمن ۳۰, پنجشنبه

دګرمسیرولسوالۍ چارواکوپه لومړې ځل ولس ته دخپلوکړونوحساب ورکړ.

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۹—
هلمندچې دهیوادیوله ناامنه ولایتونوڅخه دی خوددې ولایت دګرمسیرولسوالۍ چارواکوپه لومړې ځل ولس ته حساب ورکړ.
دوی وایې که څه هم ترډیره ولسونه مرسته کوي خولاهم یوشمیرکسان دي چې دخپل دولت سره په ډيروخوکې همکارې نه کوي خوبیاهم دوی اماده دي چې خپل ولس ته دیوه کال حساب ورکړي اوددوی هرډول غوښتنې به واورې ،یادي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې پرته له اایساف ځواکونوڅخه دوی په هرډول حالاتوکې دلته دناامنیومخه نیولې ده اولاهم هڅه کوي چې وسله والوته دلته دراتګ مخه ونیسې .
دوی ولس ته خپل دیوه کال حساب په داسي حال کې ورکړچې دولسي ،اولایتوشوراګانودغړوترڅنګ مدني فعالینوهم ونډه درلوده .

ګرمسیرولسوالۍ دهلمندپه جنوب کې په په شاه اوخواپنځه شپیته کلومترۍ اودګاونډي هیوادپاکستان سره پرګډه پوله پرته ولسوالۍ ده چې په ټول هیواادکې په لومړي ځل یې چارواکوخپلو زرګونو خلکو ته دروان ۱۳۹۳لمریزکال دکارونو او دښې حکومتدارۍ په بیلابیلوبرخوکې حساب ورکړ.
دګرمسیر ولسوال ایوب عمر عمري وايي وسلوال همیشه هڅه کوي چې رامنځته سوې حکومتدارې له منځه یوسي خو دوی یه مخه نیولې ده .
امنیه قوماندان څارمن تریالی وایې دوی په دې ولسوالۍ کې دزیاتوقربانیوسره سره په ټوله ولسولۍ کې دامهال هیڅ امنیتي ننګونې نلرې دولسوالۍ ټولي سیمي ترامنیتي پوښښ لاندي دي .

په غونډه کې دولسي جرګې غړي عبدالجبارقهرمان اودلایتي شوراریس هم دولسوالیودچارواکوڅخه دخوښي ترڅنګ دمرکزي دولته څخه دې ولسوالۍ ته دپوره پام اړولوغوښتنه وکړه ترڅودیته په کتودنوروولسوالیوچارواکې اوولسونه مرسته وکړي اوخپله ولسوالۍ امن کړې .
دګرمسیرولسوالۍ اوسیدونکوپه هربرخه کې دخپلوملکي ،اوپوځي چاروکوسره دلانورومرستوترڅنګ دهغویوسره خپل کلک ملاتړهم اعلان کړ.

ګرمسیرولسوالۍ دهلمند په سطحه یوه امن،او دښې حکومتدارۍ بیلګه ده،خولاهم یاده ولسوالۍ په دوهمه درجه کې ده چې چارواکې یه دمرکزي دولته څخه په دغه برخه کې دپوره پام اړولوغوښتنه کوي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر