۱۳۹۳ بهمن ۲۳, پنجشنبه

دملي شوراغړودملي یوالي حکومت باندي تورپورې کړچې هلمندیې په هربرخه کې له پامه غورځولی دی .

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۲—
دولسي اومشرانوجرګې غړودملي یوالي حکومت باندي تورپورې کړچې هلمندیې په هربرخه کې له پامه غورځولی دی .
دوی یادي خبري ددې ولایت دملي امنیت دنوي ريس دمعرفت په غونډه کې وکړي اوپرمرکزي دولت یې له دې امله تورپورې کړچې داشخاصوپه بدلون دلته امنیتي ستونزي نسي حل کیدلای اوباید بنیادي کارونه وکړي ترڅوروانې ناامنې لمنځه تللې وي ،دوی وایې هلمنددهیوادیوله هغه ولایتونوڅخه دی چې له کلونوکلونوراهیسې دلته یوشمیرولسوالۍ دوسله والوسره واکې دي خوبیاهم دولت نه دی توانیدلای چې دهغویوله منګلونه یې راوباسي .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دولسي جرګې غړي عبدالحي اخندزاده دپخووانې اودملي یوالې حکومت هلمندته دهرډول بنیادي کارونوپه ترسره کولوکې پاته وه بلل ،هغه وایې دې ولایت ته حکمتونوتراوسه هم یوازي داشخاصوپه بدلون بسنه کړې اودبنیادي کارونوپه ترسره کولوکې پاته راغلي دي ،چې ورځ تربلې یه ننګونې دپام وړډيریږي نوموړي وویل که ولسمشر غواړي خپلې ژمني پوره کړي، لومړی دي دهلمند خلکو ته  دامنیت دټینګښت چاري غښتلي کړي.

دمشرانو جرګې غړي محمدهاشم الکوزی وایي ترهغو چي مرکزي حکومت په هلمند کي روانو ناامنیوته دوامداره پاملرنه ونه کړي داشخاصوپه بدلون دلته پرتي ستونزي نسي حل کیدلای .خوخبرداری ورکوي چې دناقانونه کړنوپروړاندي به خپل ږغ پورته کړي .

دغه وکیلان وایې له تیرولسوکلونوراهیسې دهلمند دخلکو حقونه خوړل سوي دي چې په وړواداروکې هم مامورین له نوروولایتونوڅخه په واسطه اودبډوپه ورکولودندي اخلي .
دملي امنیت نوي ریس بریدجنرال محمدامین قاضي زاده بیاژمنه کوي چې دهلمندخلکوته به دامنیت په راویستلوکې هڅه وکړي .
داپه داسي حال کې ده چې په لومړي ځل په ملي شوراکې دهلمند دخلکواستازي دلوړ پوړو چارواکوپر بدلون له دي امله نیوکه کوي دې ولایت ته یې هیڅ بنسټیزکارنه دی کړی ، چې په همدي روان لمریز کال کې څلور امنیه قوماندانان ،ددې وروستي په ګډون دري دملي امنیت  ریسان اودولایت مرستیال هم تبدیل سوی دی خو په امنیتي حالت کي دپام وړ تغیرات نه یوازي راغلی نه دی بلکي په ځینو سیمو کي دورځي نه بلي ته خراب سوی هم دی.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر