۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبه

دلښکرګاښارکې په بست روغتون کې دزیږون نوې دیرش بستریزه ودانۍ ګټي اخستنې ته وسپارل سوه .

راپور—۲۰۱۵—۲—۱۴—
دلښکرګاښارکې په بست روغتون کې دزیږون نوې دیرش بستریزه ودانۍ ګټي اخستنې ته وسپارل سوه .
دبست روغتون چارواکې وایې وړاندي  تردي په دغه برخه کې دوی له ګڼوستونزوسره لاس اوګریوان وه چې وروسته له دې به یې چارې نورې هم غښتلې سي  ،دهلمنددبیلابیلوسیموڅخه راغلې دمریضانوخپل خپلوان وایې دامهال په دې روغتون کې ددوی دمریضانودښه درملنې ترڅنګ په ویاړتوګه ددواورکول هم دوی له اقتصادي ستونزوڅخه ژغورلې دي .
خوبلخوادبست روغتون سره دمرسته کوونکې ایم،ایس،ایف، یادبي پولوډاګترانودروغتیادبرخې مشروایې له پنځه کلونوراهیسې دوی په دغه برخه کې کارکړی اولاهم ژمن دي چې خپلومرستوته دوام ورکړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد  سروري راکوي .
دهلمند دمرکزلښکرګاه ښارکې په بست دولتي روغتون کې دزیږون نوی ودانۍ جوړه اوګټي اخستنې ته وسپارل سوه،چارواکې وایې وړاندي تردي دوی ۲۰ بستره درلوده چې دنوي ودانۍ په جوړیدویه شمیره پځنوس بستره ته لوړه سوه ،دبست روغتون مشرډاکټرنثاراحمدبارک دخوښې ترڅنګ وایې په یاده ودانۍ دوه سوه پنځوس زره امریکایې ډالره لګښت راغلی دی چې دبي پولوډاکترانولخواڅخه ورکول سوي دي
بل خوا  په افغانستان  کې (ایم، اېس، ایف) یا (بي سرحده ډاکترانو)  بهرنی مسئول، حمزه وایې هڅه به وکړي چې روغتیایي خدمات دولایت په کچه  ډیرکړي اوژمنه کوي چې اړتیا وي به یې هم پوره کړي.

ددې ولایت دبیلابیلوسیمواوسیدونکې هم خوښ دي چې له یوي خوایې دمریضانوښه درملنه کیږي اوله بلې خوایې دمریضانولپاره دواهم په وړیاتوګه ورکول کیږي چې دغه چارې ددوی سره په اقتصادي برخه کې هم ډیره مرسته کړې ده .

یاده دي وي چې ( بي، پولي ډاکترانو)  په هلمند کې له پنځه کلوراهیسې په بست روغتون کې خپلومرستوته دوام ورکړی دی ،چې تر دې مهال  يي دمسئولینو په وینا په ټولیزډول  ۲۳۰ زره دبیړنیو پیښو، ۳۲ زره دزیږون، پنځه  زره  دخوار ځواکۍ  ماشومانو در ملنه  کړي ده  اود ۱۴ زرو  کسانو عملیات یې هم ترسره کړي دي .خوددې هڅوسره سره بیاهم دمګړی دډیری ولسوالیواوسیدونکې لومړنیوروغتیایې خدمتونوته لاس رسی نلري .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر