۱۳۹۳ بهمن ۱۰, جمعه

په هلمندکې دناامنیو،اوناسم دولتې سیستم له امله ترلس زره زیات کسان بیکاره سوې دي .

راپور—۲۰۱۵—۱—۳۱—
په هلمندکې دناامنیو،اوناسم دولتې سیستم له امله ترلس زره زیات کسان بیکاره سوې دي .
ددې ولایت مدنې فعالینو،اویوشیمربیکاره ځوانانودمرکزي دولت څخه دخپلوکمپاینونوپرمهال په هیوادکې دبیکارې دورکولودژمنودعملې کولوغوښتنه وکړه ،دوی وایې که په هلمندکې د بیکارې مخه ونه نیول سي ځوانان به دهیواددپرې ښوولوترڅنګ، نشه کولوته هم مخه کړې ،په ورته وخت کې دکار اوټولنیزوچارودریاست چارواکې نه یوازې په دې ولایت کې دبیکارځوانانودزیاتیدوڅخه سخته اندیښنه ښه یې ،بلکې زیاته وي دبودیجې دنه ورکړي له امله یې دحرفوي زدکړومرکزونه له سقوطه سره مخ دي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دناامنیو،اودمرکزي دولت دنه پاملرنې له امله ترلس زره زیات ځوانان دبیکارې له سترګواښ سره مخ دي ،ددې ولایت مدنې فعالینو،اوبیکاره ځوانانوداحتجاج په ډول سره دولسمشراواجراییه ریس څخه دخپلوکمپاینونوپرمهال په هیوادکې دبیکارۍ دورکولودژمنودعملي کولوغوښتنه وکړه ،اوګواښ کوي که دبیکارۍ مخه ونه نیول سي ځونان به نه یوازي دوسله والولیکوته تشویق سي بلکې به دهیوادپریښولوته هم اړیستل سي .
پرهمدي مهال په هلمندکې دکاراوټولنیزوچارورئیس محمدنادرنوزادوال وایې دناامنیو،اوداړونده وزرات دنه پاملرنې له امله پرته له شمالي ولسوالیوترلس زره زیات ځوانان د بیکارې دسترګواښ سره مخ دې ،هغه وایې دامهال په دې ولایت کې په ۲۱ بیلابیلوبرخوکې په حرفوي زدکړودبوختوځوانانوشمیره چې ترنهه زره ډیره ده دوزارت دبوديجې دنه ورکړي له امله حرفې دسقوط سره مخ دي،چې دغه چاره هم دسختي اندیښنې وړده .


په هلمندکې ناامنې،داوسیدونکوخراب اقتصاد،دتعلیم ټیټوالی بیکارې،بیوزلې اوغربت ،داهرڅه په دې ولایت کي دناسم دولتي مدیریت له امله رامنځته سوې چې داځل یې دبیکاره ځوانانوډیره شمیره دپام وړننګونه ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر