۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

۲۱۵ میوندقول اردو: ۴۸ وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .


 
خبر-۵-۸-۲۰۱۴
په هلمندکې دروانوعملیاتوپرمهال لسګونه وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په هلمندکې  د۲۱۵ میوندقول اردودمطبوعاتي دفترڅخه رسنیوته په لیږل سوي خبرپاڼه کې ویل سوي دي

 چې ددوشنبي په ورځ دسنګین ولسوالۍ په شمال کې دملي اردواوپولیسوپه ګډوعملیاتوکې  د ۳ وسله وال طالبان ووژل سول او ۴۵ نورټپیان سوي هم دي .
دخبرپاڼي دخبرلمخې ۳۰ کلیومتره سیمه هم تراوسه دوسله والوطالبانودشتون څخه پاکه سوې ده .

خبرپاڼه وړاندي کاږي دملي اردو د ددریمې پلې لیواځواکونوپه نادعلي ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانوسره په مخامخ نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل سوي.

خبرپاڼه که څه هم یادوعملیاتوکې افغانې لورې ته دمرګ ژوبلې داړه ولوخبره نکوي خوپدي ولایت کې دوسله والوطالبانوډلي ویاندقاري یوسف احمدي بیاپه یادوسیموکې دوسله والوبریدونواودماین دچاودنوپرمهال دګڼودولتي سرتیرودوژل کیدوادعاکوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر