۱۳۹۳ شهریور ۲, یکشنبه

چارواکې : پرسنګین ولسوالۍ اله تیرو دو ورځوراهیسي یوځل بیا دوسله والوبریدونه ډیرکړي دي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۲۴—
له تیرودوورځوراهیسې پرسنګین ولسوالۍ دوسله والوطالبانوبریدونوخورازوراخیستی .
دکورنیوچارودوزارت چارواکې وایې داځل پاکستان دهلمندپه کچه دوسله والوطالبانومحلي قوماندان په زوره جګړه کولوته اړیستې دي چې له امله یې ددوروځوراهیسې یوځل بیادقمربندپرامنیتي پوستوپراخې حملې دوام لري .
امنیه قوماندان هم دوسله والودبیاپراخوحملوخبره منې خووایې که څه پروړاندي یوډول ستونزي لري خووایې دوی هم پوره اماده ګې نیولې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
 له څوورځوځنډوروسته دهلمند دسنګین ولسوالۍ یوځل بیا دوسله والودپراخوبریدونولاندي راغله .
دکورنیوچادوزارت دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزادچې دسنګین ولسوالۍ دنوې جګړې لومړۍ کرښي ته وران ووشمشادتلویزیون په خبروکې  وویل داځل پاکستان په هلمندکې دوسله والوطالبانوسیمه ییزقوماندان په زوره اړیستلې دي ترڅوپه یاده ولسوالۍ کې پراخې حملي وکړي اووروسته ګاونډي ولسوالیوته هم ناامنې وغځوي .
هغه وایې که څه هم وسله والوداځل خپل بریدونه دیوه منظم تشکیل لمخې په لاره اچولې اوغواړې داځل سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولې خودوی هم داولسوالۍ په هیڅ قمت له لاسه نه ورکوي .

نوموړي یوځل بیاپه هلمندکې جګړه دپاکستان دلاس پوڅوترمشرۍ لانده وه بلله .
پرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشمشادتلویزیون سره دخپروپرمهال که څه هم دسنګین ولسوالۍ جګړه یوه عاده جګړه نه بلکې دسیمي په کچه یوه پلان سوې روانه غمیزه بولې خونوموړی دمرکزي دولت اونړیوالې ټولنې څخه په جدي توګه دامنیتي ځواکونوپه واکې ددرنووسلوموهیماتودورکړي ترڅنګ دهغویوسره دوپوره مرستې غوښتنه هم وکړه ترڅویاده ولسوالۍ له دغه روان ناورین څخه راوه باسي .

خوتراوسه هم دنوونښتودمرګ ژوبلوپه اړه دواړولوروڅه ندي ویلې .
پرسنګین ولسوالۍ یوواربیادروانودرنوجګړوخبرپداسي حال کې ورکول کیږي چې پدې ولایت کې ناامنې ورځ تربلې دپرمختګ په حال کې ده ددې ولایت اوسیدونکې چې نوردخپل مرکزي ادارې باندی  پوره بي باوره سوي وایې پرهلمند درواني غمیزي بیاراتګ دمرکزي دولت دنه پاملرنې اوپه دغه برخه کې دکورنیواودفاع وزاتونودناسمي رهبرۍ له امله بولې دوی همدارازپرافغان ولسمشراوایساف ځواکونوهم ږغ کوي ترڅوهلمندوال له روانوناخوالواوناامنیوله جدي ګواښ څخه وژغورې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر