۱۳۹۳ مرداد ۲۱, سه‌شنبه

سیه ییزپولیس:دچارواکودنه همکارۍ له امله دمارجې ولسوالۍ امنیت دخرابیدوخواته روان دی .


راپور—۲۰۱۴—۸—۱۲—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ سیمه ییزو پولیسوته دنه توجوله امله امنیتي ننګوني  زیاتیږي پداسي حال کې چې په تیریوه کال کې هم ورته اعاشه اوتیل ندي ورکول سوي .
دغه قوماندان دامنیه قوماندانۍ ترڅنګ پروزارت هم دنیوکې ترڅنګ زیاته وي چې دوی له پامه غورځولي سوي دي اودغه کاردوي اوپولیس یې له پوره مایوسي سره هم مخ کړي دي .
چارواکې هم دغه ستونزه نه رده وي خوپړه پرکورنیوچارووزات اچوې چې دتیلوپه ورکړه کې یه کموالی راویستی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دناامینودډيریدوسره یوځای دملي اوسیمه ییزوپولیسوستونزي هم دډیریدوپرلورګامونه اخلي پداسي حال کې چې چارواکې هم په هلمندکې دپولیسوسره په واکې ددرنووسلونه درلودل ، دزري موټروکموالی ، دماین پاکولوپرمختللي وسایل هغه ستونزي بولې چې په وینایې له ننګونوسره يې مخ کړي دي .
دهلمند دمارجي ولسوالۍ دسیمه ییزوپولیسوقوماندانان بیاتورپوره کوي چې دتیریوه کال راهیسي دویته دوسایطولپاره تیل ندي ورکول سوي چې ددوی دندوپراجرایه هم منفي اغیزي کړي دي اودامهال ټولووسایطوته په خپلوشخصي پیسوتیل اچوې، دوی وایې نه پوهیږي چې په دغه برخه کې امنیه قوماندانۍ اوکه وزارت په فسادکې شکیل دي چې قانوني حق ترینه اخیستل سوی دی .

خوبلخوادهلمندسرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدزی رحمتي  دسیمه ییزوپولیسودقوماندانوخبره نه ردوي اوزیاته وي دوی دسیمه ییزوپولیسوپه تیلوکې ځنډندي راویستی خودکورنیوچارودوزارت له لوري دتیلوپه برخه کې کموالی راغلی دی ولي زیاته وي ترخپله وسه یې دسیمه ییزوپولیسودغه ستونزه تریوبریده حل کړې هم ده .

خوپه ورته وخت کې دکورنیوچارودوزارت دویاند مرستیال نجیب دانش شمشادتلویزیون ته دتلیفون پرکرښه وویل دغه ستونزه یې داړونده چارواکوسره شریکه کړی هم ده اوډیرژربه ورته یوه دحل لاره ولټوي ولي زیاته وي دم ګړی دوی کافي تیل لري اوپه واکې به یې ورکړي .

که څه هم له یویخواامنیتي چارواکې دغه ستونزه دخپلودندوپرمهال یوه لویه ننګونه اوپه کارونوکې دپاته راتلوپه معني بولې خوداړونده وزارت چارواکې بیادغه ستونزه ډیره جدي نه بولې خودحل کولوژمنه یې هم کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر