۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

دمارجې ولسوال:دهلمنددامنیه قوماندانۍ دناسمي رهبرۍ له امله دمارجې دولسوالۍ امنیت ورځ تربلې خرابیږي


راپور—۲۰۱۴—۸—۴-
دامنیه قوماندانۍ دناسمي رهبرۍ له امله دمارجې دولسوالۍ امنیت ورځ تربلې خرابیږي .
ددي ولسوالۍ چارواکې وایې دمارجې لپاره دامنیتي مسولینودژر ژرتبدیلدوله وجي ددي ولسوالۍ امنیتې چاري مخ په خرابیدودي .

دوی غوښتنه کوي کچیري دغه ډول مقرري دوام پیداکړي لري نه ده چې یوځل بیابه دمارجې ولسوالۍ امنیتي چاري له پوره ننګونوسره مخ سي ،خودوی اوسنۍ ناامنیي هم له یادومقرریوڅخه بولي .

زموږهمکارسردارمحمد سروري رمارجي ولسوالۍ ته تللي اودغه راپوري چمتوکړی دی .
دهلمنددمارجې ولسوال احمدشفیع سولمل وایې یوځل بیاددې ولسوالۍ یوشمیرسیمي دوسله والوطالبانوتربریدونولاندي راغلې دي چې لوي لامل یې دامنیه قوماندانۍ له لوري په هرودومیاشتوکې دیادي ولسوالۍ دامنیه قوماندان تبدیلیدل په ګوته کوي .
ولسوال وایې که  څه هم په سیمه کې ناامنې زیاته سوې ده خودوسله والوطالبانوپه هربریدکې یه هغویوته دمرګ ژوبلي داړولوترڅنګ یې له ماتي سره مخ کړي دي .

نوموړی هم دهلمنددامنیه قوماندانۍ له لوري دولسوالیودامنیتي مسولینودژر ژرتبدیلیدوڅخه سخته اندیښنه وه ښوده اودغه چاره یې په لوي لاس دناامنیودډیریدویولامل یادکړ.
خوپه ورته وخت کې دهلمندسرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدزي رحمتي په سیمه کې شمشادتلویزیون ته وویل دمارجې ولسوالۍ دورستیوناامنیولوي لامل دنشه یي توکودمافیایې کړیوپراخې لاس وهنې اوقاچاق دي چې دامهال یې دمارجې ولسوالۍ په سیمه کې یوځل بیاناامنې زیاته کړې ده .
دده په خبره نوی امنیه قوماندان به ډیرژر په سیمه کې دهرډول پرتوناامنیولمنه ټوله کړي، که څه هم ځايې چارواکودامنیتي مسولینودژرژرتبدیلوڅخه اندیښنه دلوده خونوموړي پدی اړه څه ونه ویل .

په هلمندکې ورځ تربلي دناامنیوزیاتیدل اودوسله والودپراخوحملوډیریدل دولتي چارواکې دګاونډي هیوادپاکستان دڅارګري اداې لاس وهنې اوپه سیمه کې دشته نشه یې توکودقاچاق وړونکوڅخه بولې خوداځل دناامنیویوبل لامل داهم په ګوته سوچې دهلمنددامنیه قوماندانۍ درهبري له لوري دولسوالیودامنیتي مسولینودژر ژرتبدیلوله امله په سیمه کې ناامنې ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې ده چې دغه چاري دولسوالیودچارواکوسربیره عام اوسیدونکې هم اندیښمن کړي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر