۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

ځواک : پرموسي کلاولسوالۍ دتیري شپي راهیسي دوسله والوپراخ بریدونه دوام لري .


راپور-۶-۸-۲۰۱۴
وسله والوطالبانودهلمندپرموسي کلاولسوالۍ پراخ تهاجمي حملې پیل کړي دي .
چارواکې وایې یادبریدونه تیره شپه ددې ولسوالۍ پرمکزاویوشمیرامنیتي  پوستوپیل سوي دي چې دم ګړی هم دوام لري .
ددوي په خبره وسله والوطالبانوهڅه کوله چې دیادې ولسوالۍ یوشمیرسیمي ترخپلي ولکې لاندي راولې خوتراوسه یې هڅي له ناکامي سره مخ دي .
پداسي حال کې چې تیره ورځ هم لښکرګاه ته څیرمه دنهرسراج په سمیه کې ټوله ورځ ددولت اوسله والوترمنځ جګړه روانه وه
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددوالي ویاندعمرځواک وایې وسله والوطالبانوتیره شپه دموسي کلاولسوالۍ پرمرکزاویوشمیرامنیتي پوستوپراخ بریدونه وکړه چې دوی ورته له وړاندي امادګې درلوده خولااوس هم په سیمه کې جګړه دوام لري .
هغه وایې دوسله والوطالبانودبریدونوموخه ددي ولسوالۍ یوشمیرسیمي ترخپلي ولکې لاندي راویستل وه خوتراوسه پدي ندي توانیدلې اوتردي مهاله په جګړه کې څلورپولیس او ۸ وسله وال طالبان وژل سوي دي .

دنوموړي په ونیاکه اړیتاولیدل سي دمرکزترڅنګ به دګاونډي ولایتونوڅخه هم دمرستي غوښتنه وکړي .
بلخوادسه شنبي دورځي راپدیخوادهلمند کندهاردلویې لاري په اوږدوکې دنهرسراج په سیمه کې هم جګړي خورازوراخیستی اوان ټوله ورځ لویه لاره هم دامنیتي ځواکونوپرمخ تړلې وه دوالي ویاند وايي په ياده سوې سيمه كې يې د يوه منظم پلان له مخې عمليات پيل كړي چې اوس هم دوام لري.

هغه وایې دعملیاتوموخه یې په سیمه کې بشپړامنیت راویستل اوپه دغه سیمه کې دوسله والولمنځه وړل دي ترڅودهلمند کندهارلویه لاره له امنیتي پلوه خوندي اودعاموخلکوتګ اوراتګ ورباندي اسانه سي .
هلمندکې له شاه اوخوادریومیاشتوراهیسي دوسله والوطالبانوحملوپه بیساري ډول سره له طمعي خلاف زوراخیستی دی لومړی دهلمندشمالي ولسوالۍ اووروسته دمارجې اووخانشین ولسوالیوکې وسله والوطالبانوپراخې حملي وکړي خویوځل بیاښارته په څوکلیومترۍ کې اوهمداشان په موسي کلاولسوالۍ کې درنې جګړې دوام لري .
چې دتیري ورځي راهیسي  د۲ ملکي کسانودوژل کیدواو۱ یوه ملکي دټپي کیدوسربیره  ۴۲ وسله والوطالبانواودولتي چارواکوته مرګ ژوبله اوښتې ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر