۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ ګټې اخیتسنې ته وسپارل سوه.


راپور-۲۵-۸-۲۰۱۴
دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ ګټې اخیتسنې ته وسپارل سوه.
چارواکې دغه ودانې چې په څه کم ۱۲ ملیونه افغانیوپه لګښت جوړه سوې ده اوهغه ټول ستونزي به یې  لمنځه لري کوم چې په تیرو۱۳ کلونوکې ورسره لاس اوګریوان وه .
دوی وایې یاده ودانۍ دسرحدونواوقبایلوچارودوزارت دپرمختیایې بودیجې په مالي مرسته په پاخه اوساسي توګه جوړه سوې ده 
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمند دسرحدونواوقبایلوچارورئیس محمدقاسم نورزي ددوشنبې په ورځ دنوي ودانۍ دګټې اخیستنې پرمهال وویل دغه ودانۍ چې په دوه پوړه کې جوړه سوې  ۱۲ اداري خونې دغونډوتالاراوټولې اسانتیاوې یې هم په پام کې نیول سوې دي چې دیوه کال په موده کې دیاوزارت دپرمختیایې بودیجې څخه دڅه کم  ۱۲ ملیونه افغایوپه لښګت په یوه جریب مځکه کې جوړه سوې .
نورزی وایې داچې وړاندي تردې دوی خپلې ادارې چارې په یوه شخصي کورکې پرمخ وړلې نوله امله یې له ګڼووستونزوسره هم مخامخ  وه چې وروسته له دې به یې پراته خنډونه ټول لرې اوپه کارونوکې به لانورپرمختګ هم رامنځته سي.
نوموړي ژمنه وکړه چې نوربه هم په دې ولايت کې دقومونوترمنځ يووالى ټينگ اوشته خپل منځې ستونزې به هم له منځه يوسي.
هغه وایې دوی یوشمیرداسي قضیې هم حل کړي دي چې دقومونوترمنځ په یوه لوی ناورین بدلیدالای سوې اوهمدارنګه یوشمیرهغه قضیوته یې هم دحل لارې چارې لټولې دي چې اوس مهال ددې ولایت په لري پرتوناامنوسیموکې موجودي دي .
دسرحدونواوقبایلوچارودریاست ودانۍ  په داسې حال كې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي چې لاهم په دې ولايت كې ډیری دولتي ادارې په تيرو۱۳ كلونوكې په دې نه دي توانيدلي چې د اداري چارودلاښه پرمختګ لپاره ځانگړې ودانۍ ولرې اوخپلوچاروته دښه پرمخ وړلوترڅنګ دخلکوپه ستونزوکې هم کموالی راولې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر