۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبه

دهلمند دسنګین روانه جګړه دموسي کلاسربیره جنوبي ولسولیوګرمسیراوخانشین ته هم اوږده سوله


راپور---۲۰۱۴—۸—۳۰—
دهلمند دسنګین روانه جګړه دموسي کلاسربیره جنوبي ولسولیوګرمسیراوخانشین ته هم اوږده سوله .
چارواکې وایې دوسله والوطالبانوموخه دسنګین ولسوالۍ نیول کیدل دي نوله همدې امله یې پریوشمیرنوروولسوالیوهم بریدونه پیل کړي دي چې دوی هم ورته امادګې نیولې .
پرهمدي مهال چارواکوپه ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکې دڅلورورځنیوعملیاتوپه دوام دلسګونه وسله والودمرګ ژوبلې ادعاکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
دهلمندپرموسي کلاولسوالۍ دجمعي په ورځ یوځل بیاوسله والوطالبانوبریدونه پیل کړي والي محمد نعیم دشنبي په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل امنیتي ځواکونویه په وړاندي کلک مقاومت ښودلی دی خوزیاته وي وسله وال هڅه کوي چې سنګین ولسوالۍ ترخپلي ولکې لاندي راولي چې له امله يې شاه خوا ۳۰۰ وسله والودګرمسیراوخانشین ولسوالیوپه مربوطاتوکې ځای پرځای اودپراخ بریدلپاره یې پلان درلودچې دامنیتي ځواکونوله لوري پرې چاڼیزعملیات ترسره اوتراوسه یې ۷۰ تنه وسله وال طالبان وژلي دي .
والي وایې دهلمندجګړه دنوروولایتونوڅخه ځکه توپیرلري چې دلته دوی سره دمافیایې کړیوپراخ مالي ملاتړاودوسله والوسوړتبلیغاتي جنګ پرمخ وړل یې لامیلونه په ګوته کوي .
پرهمدي مهال په هلمندکې دملي اردو۲۱۵ میوندقول اردوقوماندان تورنجنرال سیدملوک وایې دسنګین دجګړې دوامداره کیدل له څلوروخواوڅخه پریادي ولسوالۍ دلارې خلاسیدل په ګوته کوي چې له امله یې وسله وال په اسانۍ سره خپل اکمالات اوپه ډاډه زړه تګ اوراتګ پري کوي .

هغه وایې په سنګین کې وسله وال دملکې کسانودکورنوڅخه په ګټه پورته کولویې دوی ته هم ننګونې پیداکړي دي .
خوتراوسه هم په ګرمسیراوخانشین ولسوالیوکې دوسله والوطالبانودوژل کیدوپه اړه دوی څه ندي ویلې
د سنگين جگړه چې شاوخوا دوې مياشتې وړاندې راپیل سوه دناامنیوله امله  زرگونه كورنۍ بيځايه اود بيړنيومرستوپه تمه شپې ورځې تيروي چې لاهم ورسره هغه ډول مرسته نده ترسره سوي چې اړتیاده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر