۱۳۹۳ شهریور ۱, شنبه

نیازۍ : دتیرکال په پرتله دښخوپروړاندي دحقوقي قضیوکچه لوړه سوې ده .


 
راپور-۲۳-۸-۲۰۱۴
په هلمندکې دښخوپروړاندي دحقوقي قضیوکچه دتیرکال په پرتله لوړه سوې ده .
دښځودریاست چارواکې وایې دوران کال دپیل څخه تراوسه له دوي سره لسګونه قضیې ثبت سوي دي چې ځینوته دحل لاره لټول اویوشمیریې قضایې اداروته دحل په موخه لیږلې هم دي .
دوی وایې هڅه کوي چې دروزنیزوپرواګراموله لاري ښځي مسلکې کړي اوبیاله دغه لارې خپل فامیل ته حلاله نفقه هم په لاس راوړي .
غونډيته زموږهمکارسردارمحمد سروري ورغلی اودغه راپوره یې چمتوکړی دی .
دهلمنددښځودچارورئیسه جمیله نیازی وایې دروان کال په اوږدوکې په دې ولایت کې دښځوپه برخه کې دحقوقي قضیوکچه دتیرکال په پرتله ډیره سوې ده اوتردې مهاله له دوی سره ۲۵ قضیې ثبت سوي دي .
هغه وایې دغه قضیې دکورني تاوتریخوالې ، دکورونوڅخه دتیښتې ، وهل ټکول اوپه نوروبرخوکې ثبت سوي دي چې یوشمیریې دوی حل کړي اوياته یې دحل په موخه قضایې اداروته سپارلې ترڅوورته یوه دایمې دحل لاره ولټول سي .
نیازۍ  دیادوقضیولاملونه دنارینه اوښځولپاره دکارنشتوالی ، اوبیوزلي په ګوته کوي خوپدغه برخه کې له دولتي اداروڅخه دمرستې اوپام اړولوغوښتنه هم کوي .

هغه وایې دوی په هلمندکې دښځوداقتصادي ودي لپاره یې دخیراداروپه مالي مرسته دکالي ګنډلو،اواوبدلوترڅنګ په نوروبرخوکې هم یوشمیرپورژي پلې کړې دي اواوس مهال دکلیوپراختیادریاست اړوندملي ثبات دپروګرام له لوري څلورپروژې په دغه برخه ورکول سوي هم دي چې په هرځل ۵۰ تنوښځوته مسلکي زدکړې اوهم یوه اندازه پیسې ورکول کیږي .
پرهمدي مهال دهلمنددوالي مرستیال احمدمسعودبختوردیادومرسته کوونکواداروکارونه پیکه وبلل اوغوښتنه یې وکړه چې یادي ادارې  باید دښځولپاره پرمختيايي پروگرامونه ولسواليواوليرې پرتوسيموته وغځوي ترڅوكليوالې ښځې هم په ټولنيزوچاروكې فعاله ونډه واخلي ترڅوداقتصادي ستونزوڅخه وژغورل سي .

یاده دي وي چې په دې ولايت كې دویل سوستونزوترڅنگ د نيشه يي توكواستعمال اوكركيله بله هغه لویه ننگونه ده چې ډيرى ښځې په دغه برخه کې ترې رنځ وړي خودساسي حل لپاره تراوسه هم مثبت ګام ندي پورته سوی چې لمخې یې پراته خنډونه لمنځه یوړل سي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر