۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

شیرزاد: دپولیسودافسرانوسره دفوق العاده ترفیع ګانوژمنه وکړه .


 
راپور—۲۰۱۴—۸—۲۰—
دکورنیوچاروزت چارواکوژمنه وکړه چې دپولیسوافسرانوته به فوق العاده ترفیع ګانې ځکه ورکوي چې دجنګ په لومړی کرښه کې قرارلري .

دکورنیوچارودوزات دځانګړوپولیسومشردغه څرګندونې دهیواددبیرته اخیستلود ۹۵ کلیزې په ویاړدیوشمیرپولیسوافسرانوته دستاینلیکونودورکولوپرمهال وکړې .

خوبلخواامنیتي مسولین وایې په پوره میړانه یې دهلمندڅخه ساتنه کړې اولابه هم دغه سرښندنوته دوام ورکوي اوهلمندي اوسیدونکوته به دښه ژوندزمینه برابره وي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکورنیوچارودوزارت ددځانګړوپولیسورئیس پاسوال اسدالله شیرزادوایې نه یوازي یه دغه سرتیري وستایل بلکې به ورته دکورنیوچاودوزیرپه امرفوق العاده ترفیع ګانې هم واخلې

 چې دتیروڅوکلونوپه اوږدوکې یه په خوراسختوحالاتوکې دندي ترسره کړي ولي په دغه برخه کې له پوره پامه هم غورځول سوې دي .

هغه وایې داچې په هلمندکې پولیس په جنګي حالاتوکې دنده پرومخ وړي نودوی ته پده غه برخه کې نه پاملرنه ظلم دی .
  
نوموړی وایې داچې  په هلمندکې امنیتي ځواکونوپه پراخه کچه دوسله والوطالبانودلویولویوبریدونوپروړاندي خپلې سینې دولس دخوندي ساتلولپاره سپرکړې نوله همدې امله دپوره ستایلووړدي .

پرهمدي مهال ددې ولایت امنیتي چارواکې وایې خپلودندوته دژمنتیاترڅنګ به

چاته اجازهم ورنکړي چې په هلمندکې ناامنیوته لمنه ووهي اوترلاس لاندي پلانونولمخې به دهلمندپه ټولوناامنوسیموکې دوسله والوطالبانوپروړاندي چاڼیزعملیات هم وکړي .
دکورنیوچارودوزات چارواکې پداسي حال کې دپولیسوافسرانوسره دفوق العاده ترفیع ګانودورکړې ژمنه کوي چې څه موده وړاندي دسرحدي پولیسوافسرانودکورنیوچارودوزارت پرهبرۍ نیوکه وکړه

 چې په تیرو۱۳ کلونوکې یه دوی ته دترفیع ګانوپه ورکړه کې دموراومیرې چلندکړی

 اوان داچې څوڅوځله یې خپلې غوښتنې دیادوزارت ترمربوطه څانګې رسولې هم دي خوچاه یې ږغ ته مثبت جواب ندی ویلی .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر