۱۳۹۳ مرداد ۳۱, جمعه

والي : دپاکستان هیوادمداخیلواولاس وهنوله امله په هلمندکې ناامنۍ ډیري سوي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۲۲-
دپاکستان هیوادمداخیلواوپراخولاس وهنوله امله په افغانستان اوپه ځانګړي توګه په هلمندکې ناامنې ډیري سوي .
که څه هم چارواکې تل دافغانستان اودهلمندپه ناامنیوکې خپل سیال اودګاونډي هیوادپاکستان څارګره اداره شکیله بولې خوله تیرو۱۳ کلونوپه تیریدوبیاهم دافغان لورې ورته دووروراویوښه همسایه په ویلوسربیره هغویوپه دغه خاوره کې دهیڅ رازمداخیلو نه پشاسوی ندی اواوس هم دهلمندسربیره دهیوادپه یوشمیرولایتونوکې دچارواکوپه خبره لاس وهنې کوي خودمخنیوې په هکله یې هیڅ ونه سوه .
چارواکې همدارازددغولاس وهنودحل یوازنۍ لاره دافغان وسله والوپوځ پیاوړي کول بولې .
نورحال دهلمندڅخه زموږهمکاارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندوالي محمد نعیم دشمشادتلیوزیون سره په مرکه کې یوځل بیادهلمندپه ناامنیوکې دافغا نستان سیالااودګاونډي ملک پاکستان څارګره اداره په افغاني چاروکې په پراخولاس وهنوتورنه کړه .
هغه وایې دوی داسي کره شوادهداواسنادپه لاس کې لري چې لمخې یه دپاکستان پنجابي ملیشي دوسله والوطالبانوسره اوږه پراوږه دافغانستان په خاوره کې دناامنیودډيریدوپه موخه جنګیږي اوان داچې ډیری وختونه دجګړومشرې هم ددوی په واکي وي اوهڅه کوي خپل موخوته له دغه لارې ځان ورسوي خودهغویودموخوپه اړه هلمندوالي څه ونه ویل .

پرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت دشمشادتلویزیون سره په مرکه کې شته ناخوالې اودګاونډي هیوادلاس وهنې منې اوله دغه ډول ستونزوڅخه دخلاصون لاره دافغان وسله وال پوځ پیاوړي کول ، هغویوته په واکې ددرنووسلوورکول ، هوایې ځواک په پرخپلوپښودرول اودیته ورته په نوروپوځي برخوکې شته ټولې ناخوالې لرې کول یې اساسي حل بولې .
نوموړی وایې که مرکزي دولت خپلوځواکونوته داړیتاوړټول پوځي وسایل په واکي ورکړي اوپراته خنډونه لمخې لري کړي لري نه ده چې دهلمندترڅنګ به ټول هغه ناامنه ولایتونه چې دم ګړی له دغه ډول ستونزوسره لاس اوګریوان دي خلاصون ومومي .
که څه هم دهیواددارګ ،دکورنیوملي دفاع وزارتونو،دملي امنیت عمومي ریاست ، پارلمان اودسناغړو،دهیواد یوشمیروزیرانووالیانواامنیه قوماندانوپه وار وارپه افغانستان کې ناامنې دخپل ګاونډي هیوادپاکستان څخه بولې خوله تیري یوې لسیزي راهیسي په دغه برخه کې ناخوالې پرخپل ځای دی او اوس هم دهلمند،کندهار، کندوز، لوګر،نورستان ،ننګرهار،اوکنړ، ترڅنګ په یوشمیرنوروولایتونوکې دناامنېوډيریدل پرپاکستان وراچول کیږي خومرکزي دولت یې داساسي حل دمخنیوي په موخه  تراوسه هم داسي څه ندي کړي چې دچارواکوترڅنګ دي عام ولس ته دمنلووړوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر