۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

ولسوال : په مارجې ولسوالۍ کې دنفوزې وسلوالودډیریدواندیښنې زیاتې سوي دي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۷—
دهلمنددمارجې ولسوالۍ دملي پولیسوپه لیکوکې دنفوزي وسله والوطالبانوډیریدلواندیښنې راپیداکړي دي .
ددي ولسوالۍ چارواکې وایې پدي ورځوکې دپولیسوپه لیکوکې داسي کسان ننوتي چې په امنیتي پوستوکې دشپي لمخې نورپولیسوپه ډزوسره وژنې چي وروسته په ټیښته بریالي هم سي چې دغه چارې که څه هم اندیښمن کړي دي خوزیاته وي دیادي ستونزي دمخنیوي لپاره یې اړونده چارواکوته خبرهم ورکړی دی .
خوپرهمدي مهال دامنیه قومانددانۍ چارواکې که څه هم یادستونزه منې ولي زیاته وي دمخنیوي لپاره پوره چمتوالی نیولی اوکوم کسان چې دپولیسولیکوته راځي دبایمتریک کولووروسته به شاملیږي .
زموږهمکارسردارمحمد سروري مارجې ولسوالۍ ته تللی اودغه راپوریې چمتوکړی دی .
دهلمنددمارجې ولسوالۍ دملي پولیسوپه لیکوکې دنفوزي وسله والوطالبانوپیداکیدل ورځ تربلي د اندیښنود زیاتیدوترڅنګ امینتي ننګونې هم زیاتي کړي دي .
دمارجې ولسوال احمدشفیع سولمل  شمشادتلویزیون ته وویل داچې وسله وال طالبان دبیلابیلولاروڅخه غواړي ددي ولسوالۍ امنیتي حالت یوځل بیاګډوډکړي نوداځل یې دملي پولیسوپه لیکوکې لاره پیداکړې ده چې دغه چاري دوي هم سخت اندیښمن کړي دي ، خوزیاته وي په دغه هکله یې لوړپوړوچارواکوته هم خبرورکړی دی ترڅوډیرژرورته یوه دحل لاره ولټوي .

دمارجې ولسوالۍ دامنیتي حالت څخه دلیدنې په موخه دهلمند سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال محمدزي رحمتي په سیمه کې شمشادتلویزیون ته ددغې ستونزي دډیریدوڅخه داندیښنې ترڅنګ وویل اوس مهال دیوه ترزولعمل لمخې کوم کسان چې دملي پولیسولیکوته راځي هغوی ټول بایمتریک کیدونه وروسته شاملیدلای سي ترڅودهرډول جرایموڅخه پاک کسان په دنده وګمارل سي
دده په خبره دهمدي ستونزي دلمنځه تلوپه موخه یې دغه ګام پورته کړی دی .

نوموړي ډاډورکړچې ډیرژربه دمارجې ولسوالۍ دملي پولیسودلیکوڅخه ددغې ستونزي لمنه ټوله کړي .
دهلمند دمارجې . خانشین . سنګین . نوزاد. ګرشګ .کجکې . اوموسي کلاهغه ولسوالۍ دي چې دشاه خوادریومیاشتوراپدیخوادوسله والوطالبانودپراخوبریدونولاندي راغلي دي چې له ډلي نه یې دګرشک نهرسراج . دمارجې. اوموسي کلاولسوالیوهغه سیمي دي چې لااوس هم پکښي جګړې دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر