۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

هندوان اوسکان :دولایتي ادارې دنه پاملرنې له امله ډیری کورنۍ نوروولایتونوته کډه سوي دي .


 
راپور—۲۰۱۴—۸—۲۸--
دهلمند دولایتې ادارې دنه پاملرنې له امله دهندوانواوسکانوډیری کورنۍ نوروولایتونوته کډه سوي دي .
په لښکرګاه ښارکې میشت هندوان اوسکان وایې دمړودسوځولودځای نه درلودل ، دیوشمیرکسانوله لوري په یوه اوبله نامه ځورول اوسپکې سپوري ورته ویل یې هغه ستونزي دي چې له امله یې ډیری کورنۍ کډه کولوته اړیستې دي .
چارواکې هم دغه ستونزه نه ردوي خوژمنه کوي چې دلري کولولپاره به یې ډیرژره لاس په کارسي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په لښکره ګاه ښارکې میشت دګوتوپه شماردهندووانواوسکانوکورنیودولتي چارواکې یوځل بیاله دوی سره دموراومیری په چلندکولوتورن کړه .
دوی وایې کلونه وړاندي یه ددولت څخه دهټیولپاره دځمکې غوښتنه کړې وه چې تردی مهاله دلښکرګاه ښاروالۍ له لورې یوازي کاغذونه دسندونوپه توګه ورکول سوي خوتراوسه یې هم نه مځکه ورکړي اونه هم دوی له یادوستونزوڅخه ژغورل سوي دي .
دوی زیاته وي دمړودسوځولولپاره مشخصه سیمه ، په ښاراونوروسیموکې یه ماشومانوته په یوه اوبل نامه سپکې سپورویل کیدل یې بله لویه ننګونه ده .

ددوى په ويناوړاندې تردي په هلمند كې ۸۰ كورنيوهندوانواوسكانوژونددرلود خودیادوستونزواود چارواكود نه پاملرنې له امله يې ۴۰ كورنۍ له دې ولایت څخه نوروسيموته کډه سوي دي او وایې که دغه لړۍ دوامداره سي ښايي نورې كورنۍ هم كډوالۍ ته اړې سي .
پرهمدي مهال دهلمنددوالي ویاندعمرځواک دهندوانواوسکانودکورنیوستونزي منې اوزیاته وي دښاروالۍ په برخه کې یه ستونزه حل سوې اودنوروستونزودحل په موخه به یې جدي پلټني وکړي

وړاندي تردي هم یادوکورنیودخپلوستونزودحل په موخه خپل ږغ پورته کړچې دوخت چارواکویه پرهم هغه مهال ډیرژرستونزوته دپای ټکی کښیښودخواوس مهال یوځل بیایادي کورنۍ ددولت دنه پاملرنې له امله دځان پروړاندي دجدي ستونزویاده ونه کوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر