۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

همت :د سنگين په روانه جگړه كې مافيايي كړۍ قاچاق بران د سيمې استخبارات اوبهرنې وسله وال ښكيل دي،


راپور-۱۴-۸-۲۰۱۳
د هلمند د سنگين په روانه جگړه كې مافيايي كړۍ قاچاق بران د سيمې استخبارات اوبهرنې وسله وال ښكيل دي،
دهلمندامنیه قوماندان چې دجګړې دلومړې کرښه څخه له شاه خوایومیاشتې وروسته پرون راستون سوی شمشادتلویزیون ته وویل د سنگين ولسوالۍ هغه سيمې چې د وسله والوطالبانوپه ولكه كې وي په بشپړډول یې ترخپل كنټرول لاندې راوستلې اودا مهال هم د نوموړې ولسوالۍ په ځينوسيموكې د پوره امنيت په موخه عمليات دوام لري،
هغه وایې دسیمي اوسیدونکې دم ګړی لومړنیومرستوته سخته اړتیالري .
نورحال  دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمګل همت چې  شاوخوا يوه مياشت يې د سنگين د جگړې په لومړۍ كرښه كې تيره كړې د پنجشنبې په ورځ شمشادتلویزیون ته وویل دشته امنيتي ځواكونوسره په پوره همغږى توانيدلی ترڅوهغه سيمې چې وسله والوطالبان پکښي حاکم وه ترخپلې ولكې لاندې راولې ،هغه وایې دسنګین روانه جګړه چې د مافيايي كړيوقاچاق برانود سيمې د استخباراتواوبهرنیوطالبانوپه لارښوونه پرمخ بيول كيده يه ځینوسیموکې یه له ماتې سره مخ كړې ده.

نوموړی وایې په دغه موده کې دسنګین اوکجکي ولسوالۍ ترمنځ غځیدلې لویه لاره هم دترافیکوپرمخ پرانیستې ده اودامهال په سمیه کې دانجنیري ډلې دوسله والوپه زیات شمیرځمکنې ماینونوپه لمنځه وړلوهم بوخت دي چې دنه یوازي دامنیتي ځواکونوبلکې دعاموخلکوپروړاندي هم لویه ننګونه ده .
هغه وایې اوس مهال لومړی بایددسنګین ولسوالۍ اوسیدونکوته بړنۍ مرستې ورسول سي چې دسختوستونزوسره لاس اوګریوان دي اوهمدارنګه دبیارغاونې کارونوته هم جدي اړتیالیدل کیږي.

دهمت په خبره دوى پلان لري چې نوموړې ولسوالي په بشپړتوګه د وسله والوله شتون څخه خلاصه كړي، هغه وايي نه يوازې يې وسله وال طالبان په سنگين كې له ماتي سره مخ کړي بلكې د هلمند په نوروسيموكې يې هم ورته درنه مرگ ژوبله اړولې ده.
دهلمنددسنګین ولسوالۍ روانه جګړه که څه هم په لومړیوکې چارواکې ویلې وه چې دیوڅوورځووخبره ده خواوس مهال یاده جګړه داونیونه میاشتوته هم وغځیدله چې لاهم په بشپړه توګه دغه ولسوالۍ دزرګونوامنیتي ځواکونوسربیره تردولتي حاکمیت لاندي نه ده راغلې 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر