۱۳۹۳ مرداد ۲۰, دوشنبه

دموسي کلاولسوال :دامنیتي ځواکونونه همږغۍ ناامنې زیاته کړې ده


راپور-۱۱-۸-۲۰۱۴
دهلمند دموسي کلاولسوالۍ دامنیتي ځواکونودخپل منځي کشماکشونواودپولیسودکم تشکیل له وجې وسله والوطالبانوته دبیاراتګ زمینه برابره کړې او ناامنې یه ورځ تربلي زیاتیږي .
ددې ولسوالۍ چارواکې وایې که ده یادوستونزومخه ونه نیول سي په موسي کلاکې به روان حالت له کابوکولوڅخه ووځې دوي همدارازوایې دپولیسوکم تشکیل . نه امکانات . اوخپل منځي شخړوپدي ولسوالۍ کې دوسله والوطالبانودبیاراتګ ته لاره هواره کړه .
موسي کلاولسوالۍ دهلمندپه شمال کې سنګین ته څیرمه پرته ده چې دیادي ولسوالۍ دناامنیي کیدوسره یوځای داولسوالۍ هم ناامنه سوې ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دناامنیوډیردل دامنیتي ځواکونودنه همږغې له وجې ورځ تربلې دزیاتیدوپرخواګامونه اخلي چې له امله یې په لوي لاس دوسله والوطالبانودبیاراپیداکیدواواوپراخوبریدونولپاره ښه زمینه برابره کړې ده .
چې دموسي کلاولسوالۍ دامنیتي ځواکونوترمنځ پریوبل دنه باورله امله یې په لمنه کې دناامنیولړۍ پرپراخیدوده ولسوال محمدشریف وایې دنوروځواکونوترڅنګ په ځانګړي ډول دپولیسوترمنځ نه همږغي وسله والوته دبریدونولپاره زمینه برابره کړې ده چې دامهال پرامنیتي پوستوپه ډاډه زړه خپلو بریدونوته دوام ورکوي .
هغه ددغه ډول حالت ددوامداره کیدوڅخه پوره اندیښمن دی .

نوموړی وایې موسي کلادهلمندله دریو نوروشمالي ولسوالیوسره ګډه پوله لري چې دناامني کیدوسره یې نه یوازي یادو ولسوالیو بلکې مرکزلښکرګاه به هم ترپوره امنیتي ګواښونولاندي راسي  .
هغه وایې دپولیسوکم تشکیل . اعاشه . کافي وسلي موهیمات . اوترانسپوټي وسایل هغه ستونزي دي چې دامهال یوازي دوی له ځانه ساتنه کوي اوزیاته وي که لوړپوړي چارواکې پدغه برخه کې پوره توجوونکړي لري نه ده چې یوځل بیابه دغه ولسوالۍ دوسله والوطالبانوپه ځاله واوړي .

ولسوال زیاته وي اوس مهال په موسي کلاکې ۱۹۰ تنه ملي او۱۵۰ تنه سیه ایزپولیس دتشکیل لمخې ورکول سوي دي چې پکښي غیرحاضر،ټپیان وژل سوي هم شامل دي اودغه راز۶۰۰ تنه دملي اردوسرتیري هم په یاده ولسوالۍ کې میشت دي .
دامنیه قوماندانۍ چارواکې هم دزرې موټر اوسکیله سلانه درلودل منې خوزیاته وي په نوروبرخوکې ورته تراوسه دیادي ولسوالۍ دچارواکوله ولري څه  ندي ویل سوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر