۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

سرحدي پولیس:په تیره یوه لسیزه کې سرحدي پولیسوته ترفیع نه ورکول ناهیلي کړي یو.


راپور—۲۰۱۴—۸—۵--
په هلمندکې دسرحدي پولیسویوشمیرافسران پرکورنیوچارووزارت نیوکه کوي چې په تیرو۱۳ کلونوکې یه دويته ترفیع ګانې ندي ورکړي پداسي حال کې چې یوه لسیزه یې په خوراسختوحالاتواوجنګ کې تیرکړې هم دي خوپدغه برخه کې ورته هیڅ رازتوجونده سوي .
په هلمندکې دسرحدي پولیسومسولین هم دغه ستوونزه منې خوزیاته وي پدي اړه یې دوزارت سره څوڅوځله دغه ستونزه شریکه کړې هم ده خوتراوسه یې مثبت جواب په لاس ندي راوړی .
دهمدي ستونزي په اړه له هلمندڅخه زموږهکارسردارمحمد سروي نورحال راکوي .
په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون ددوهم کنډک دارکان رئیس سمونیاراسحاق وایې دتیرو ۱۳ کلونوراپدیخوادهلمنداونیمروزپه سرحدي سیموکې دنده پرمخ وړي خودکورنیوچارودوزارت لخواددوی دترفیع ګانوپه برخه کې هیڅ توجونده سوې .
نوموړی یاده ستونزه دکورنیوچارودوزارت په پیژنتون پوري تړې اوزیاته وي دافسرانوټول مدارک ورته رسول سوي هم دي خودوی ته ترفیع نه ورکولکیږي  .

دنوموړي په ونیادغه چاري ډیری افسران ناهیلي کړي هم دي خودکورنیوچارودوزیرڅخه پدغه برخه کې دپوره توجوغوښتنه کوي .
پرهمدي مهال په هلمندکې د۶۰۴ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال سلطان محمود محمودهم دسرحدي پولیسودافسرانویاده ستونزه منې اوزیاته وي دوی پدغه برخه کې خپل اړوندټول مسولیتونه پرځای کړي اوټول سندونه یې هم پرخپل وخت دکورنیوچارووزارت رسولي دي خوبیاهم په اړه یې تراوسه مثبت ګام ندي پورته سوی .

نوموړی هم دغه ستونزه دکورنیوچارودزورات په پیژنتون پوري تړي اووایې دافسرانودترفیع ګانودنه ورکړي په اړه ورسره نورمعلومات نسته .
که څه هم سرحدي يولیس دهلمندپه سرحدي سیموکې په خوراسختوحالاتوکې دنده پرمخ وړي خودوی زیاته وي په هره برخه کې یه ستونزي حل سوي یوازي دامهال چې دوی ورسره لاس اوګریوان دي هغه دخوږواوبودنه شتون ترڅنګ په تيره يوه لسيزه كې د ترفيع گانونه ورکړه ده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر