۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

شیرزاد : دهلمندپه سطه مودوسله والوسره خبري دوام لري اوناامنې به ختمه کړو.


راپور-۱۳-۸-۲۰۱۴
دهلمندپه کچه دوسله والوطالبانوسره دسولي خبري ښه پرمخ ځې اوډيرژربه دهمدې لارې دجنګ لمنه هم ټوله کړو.
داڅرګندونې دکورنیوچارودوزارت دځانګړوپولیسومشراوپه هلمندکې دامنیتي ځواکونوعمومي قوماندان دچهارشنبي په ورځ دخبریالانوسره په یوه ناسته کې په ډاګه کړې .
هغه وایې دتیروڅوروځوپه اوږدوکې یه دبیلابیلوقومي مشرانو، دیني عالمانو،اودهلمندپه سطه دوسله والوطالبانودمشرانوسره هم په اړیکه کې دي ترڅوپدي ولایت کې دپرتوناامنیولمنه په بشپړه توګه ټوله کړي .
نوموړې هم دمسولینودنه پاملرنې له امله دجګړې دوامداره کیدل په ګوته کړل .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهیواددکورنیوچارووزارت دځانګړوپولیسومشراوپه هلمندکې دشته امنیتي ځواکونولپاره ټاکل سوي عمومي قوماندان  پاسوال اسدالله شیرزاددخبریالانوسره په ناسته کې وویل دقومي مشرانو،اوديني عالمانوسره د ليده کاتووروسته په دې هم توانيدلی چې د همدې خلكوپه مټ وسله وال مخالفين چې دا مهال په جگړه كې دافغان امنیتي ځواکونوسره ښكيل دي هڅولي ترڅو له جگړې لاس په سراود سولې لاره خپله کړي .هغه پدغه برخه کې ډاډه ووچې ښايي ډيرى وسله وال طالبان کوم چې ددوی خبري اتري ورسره روانې دي له جگړې څخه په شا سي اوپه کم شمیروسله وال به له خپلوبهرنيوملگروسره په جگړه كې ښكيل وي چې دهغولپاره یې هم لاره لټولې ده .

نوموړی وایې له تیروڅلوروورځوراهیسي د هلمندیوشمیرسیموکې روانې جګړې راکمې سوې هم دي چې ښايي لوی يولامل يې له يادوسويوقومي مشرانواودوسله والوډلوسره ليده کاته اوتماسونه وي خونوموړی داهم وایې په هلمند كې د اوناامنیوډیریدل دځينومسؤلومقاماتودنه پاملرنې اود امنيتي ځواكونوترمنځ د نه همږغې نشتوالی وچې بیلګه یې دسنګین ولسوالۍ بولې .

هغه وایې اوس مهال په هلمندکې ۱۷ برایره دوسله والوطالبانوپه پرتله امنیتي ځواکونه شتونلري اوهیڅ اړتیانه لیدل کیږي چې پدغه برخه کې له مرکزاویاهم له نوروولایتونوڅخه مرسته وه غوښتل سي .
اوزیاته وي پلارن لري چې ډیرژربه دهلمندکندهارپرلویه لاره به هم دلاښه امنیت په موخه نورامنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر