۱۳۹۳ مرداد ۲۳, پنجشنبه

شیرزاد:که ده بې سلي کولوپروسه په ښه توګه عملي سي په افغانستان کې به هرډول ناامنې لمنځه یوړل سي


راپور-۱۵-۸-۲۰۱۴
که ده بې سلي کولوپروسه په ښه توګه عملي سي په افغانستان کې به هرډول ناامنې لمنځه یوړل سي .
دغه څرګندونې دکورنیوچادوزارت دځانګړوپولیسومسولینوپه هلمندکې دبي وسلې کولوپروګرام ته دسلګونه میله درنواوسپکووسلودسپارلوپرمهال شمشادتلویزون ته په ډاګه کړه .
چارواکې وایې دغه وسلې یه پدي ولایت کې دیوه کال په موده کې  دیادوپولیسود۴۴۴ قطعي لخوادبیلابیلوعملیات پرمهال نیول سوي وې چې یادي پروسې ته یې وسپارلې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دافغانستان د كورنيوچارودوزارت دځانګړوپولیسومشراوپه هلمند كې د امنيتي ځواكونوعمومي قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد ددې وسلود سپارلوپرمهال خبريالانوته وويل په دې وسلوكې چې لس ميله راكټ،۷۵ ميله كلاشينكوف، اته ميله پيكا ،۱۵ ميله تومانچې اولسګونه میله نورټوپك چې ټول ټال ۱۸۰ ميله وسلې دي په هلمندکې  د ۴۴۴ قطعې دځواکونولخواپه تیریوه کال کې په بيلابيلوسيموكې د عملياتواوجګړوپرمهال نیول سوي دي .
نوموړی وایې که دبې وسلې کولوپروسه په ښه توګه په افغانستان کې ترسره سي نه یوازي به دهغه کسانوچې په غیري قانونې توګه وسلي کرځوي مخه نیول سوې وي بلکې به دهیوادپه کچه دامنیتي ننګونولمنه هم ټوله سي .

هغه وایې دیادي پروسې پرښه تطبیق کولوټنګاروکړپه وینایه چې یوازنۍ لاره په افغانستان کې دډاډمن امنیت دراویستلودنامعلومووسله والوډلوخالې سلاح کول دي .
د يادونې وړده چې څه موده وړاندې هم په دې ولايت كې د امنيه قوماندانۍ لخوا لسگونه ميله وسلې چې د پوليسولخوا دجګړواویاهم دعملياتوپرمهال نيول سوي وې يادې پروسې ته یې وسپارلې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر