۱۳۹۳ مرداد ۲۷, دوشنبه

چارواکې : دګاونډي هیوادلاس وهنه ، ناسمه حکمتدارې ،دهلمندي چارواکوترمنځ نه همږغۍ ستونزي ډیري کړي دي .


راپور—۲۰۱۴—۸—۱۸—
 په هلمندکې دوسله والوطالبانوسره دګاونډي هیواددڅارګري ادارې پراخ ملاتړ. دسمي استخباراتي کړیودقاچ برانواومافیایې کړیومالي مرسته دامنیتي ځواکونوترمنځ پریوبل بې باورې اونه پاملرنه هغه څه دي چې ورځ تربلي ناامنې زیاتیږي اودوسله والوطالبانوپه پرتله دامنیتي ځواکونوسره پوره وسلي اوموهمیات نه درلودل ، ناسمه حکمتدارې هغه بل لوی چالیش دي چې ددي ولایت امنیتي ستونزي یه نورهم ډيري کړي دي .
خودکورنیوچاردوزارت چارواکې پدي ولایت کې دقومي مخوروپه مټ دوسله والوطالبانودوړوډلوسره بیله کومه امنیتازه اومعاملي دسولي دخبرواتروڅخه چې له څوورځوراهیسي یه راپیل کړي دي خوښي ښه یې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي محمدنعیم وایې داښکاره حقیقت دي چې دګاونډي هیوادڅارګره اداره اوپدي ولایت کې شته قاچاق بردسیمي استخبارات اومافیایې کړۍ دوسله والوطالبانوسره دمالي مرستي ترڅنګ هغویوته هرډول وسلې اوموهیمات په واکې ورکړي دي چې له امله يې پدي ولایت کې جګړې دوامداره سوې ده .
والي که څه هم دامینتي ځواکونوپرپیاوړي کولوټنګارکوي خوپدې ولایت کې ورځ تربلي دوسله والوطالبانوحملې زوراخلي ان داچې دولسوالیوڅخه دجګړې لمنه اوس مهال دښارپه څوکلیومترۍ کې دنهرسراج سیمې ته هم ځان وره ساوه .

خوپرهمدي مهال دهلمندامنیه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت هم دافغانستان اودهلمندپه چاروکې دپاکستان دڅارګري ادارې لاس وهنه نه رده وي اوزیاته وي دروانوناامنیولوی لامل په هلمندکې خلکوته  ښه حکمتدارې نه وړاندي کول دملت اودولت ترمنځ واټن رامنځته کړی چې دم ګړی هلمندي اوسیدونکي یه له بیلابیلوستونزوسره مخ کړي دي .
نوموړي دامنیتي ځواکونوپرپیاوړي کولواوهغویوته دپوره وسلواوموهیماتوپه واکې دورکولوغوښتنه هم وکړه .

خوبلخوادکورنیوچاوردوزات  دځانګړوپولیسومشرپاسوال اسدالله شیرزادبیاله شته ټولوامنیتي ننګوسربیره وایې دقومي مخوروپه مټ یې دهلمندپه کچه دوسله والوطالبانودوړو وړو ډلوسره دسولي په برخه کې خبري ښې روانې دي هغه وایې هیڅ کومه معامله اویاهم امنیتازنسته یوازي دخبرواترواویوبل ته دقناعت په ورکولویه دغه لړۍ دوامداره کړې ده  

هغه هم په هلمندکې دشته ناامنیولاملونه په دولتي اداروکې پراخ ادارې فساد، ناسمه حکمتدارې ،اوګاونډي هیوادلاس وهنې بولې .
که څه هم دهلمندملکي اونظامي چارواکې تل دهلمندپه ناامنۍ کې دګاونډي هیوادپاکستان څارګره اداره ښکیله بولې خوپدي ولایت کې یوشمیرامنیتي سرچینې دنوم دنه ښودلوپه شرط وایې په هلمندکې ترډیره په ناامنیوکې امنیتي اوملکې چارواکې ښکیل دي چې پریوبل بې باورې اونه همږغي په اداروکې پراخ فساد، اودیته ورته نوري ستونزي هغه څه دي چې ورځ تربلې امنیتي ننګونې هم زیاتیږي ددوی په خبره چې له امله پدي ولایت کې یوشمیربدلونه هم رامنځته سوله خوکومه ګټه یې ونه درلوده .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر