۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

شیرزاد: ډیرژربه په هلمندکې روانه جګړه پایته ورسوم .


راپور۱۰-۸-۲۰۱۴
دکورنیوچارودوزارت دخاصوقطعاتورئیس په هلمند كې دافغان امنیتي ځواکونوپرلاهمغږۍ ټينگاروكړ
پاسوال اسدالله شيرزاد چې په دې وروستيوكې د كورنيوچارووزارت لخوا د لنډ مهال لپاره په هلمند كې دشته امنیتي ځوواکونودعمومي قوماندان په توګه ټاکل سوی دیکشنبي په ورځ دې ولايت ته يې د خپل سفرپرمهال خبريالانوته وویل دسفرموخه یې هلمندکې دشته امنیتي ستونزودژرلري کول دي ، هغه پدغه برخه کې دهلمندي اوسیدونکواودیني عالمانوڅخه هم دپوره مرستي غوښتنه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهیواددکورنیوچارودوزارت دخاصوقطعاتولوی رئیس اوپه هلمندکې دټولوامینتي ځواکونونوی ټاکل سوی عمومي قوماندان پاسوال اسدالله شیرزادپه بست هوایې ډګرکې شمشادتلویزیون ته وویل داچې په هلمندکې ناامنۍ ورځ تربلي ډيریږي نوپه همدي موخه دکورنیوچارووزیردې ولایت ته دده داستولوپریکړه وکړه ترڅودشته امنیتي ځواکونوترمنځ دښې همږغي ترڅنګ په هلمندکې دناامنیولمنه هم ټوله کړي .
هغه وایې هلمندته دجګړې لپاره ندي راغلی اوهلمندي اوسیدونکې به وهڅوي ترڅودامنیتي ځواکونوسره په مرسته روان حالت ته پوره بدلون ورکړي .

که څه هم چارواکووړاندي تردې په هلمندکې دامنیتي ځواکونوترمنځ دنه همږغۍ له وجې یاده ناامنې بلله خونوموړي ټنګاروکړچې پدغه برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي اوهمدارازیې دهلمندي اوسیدونکواودیني عالمانوڅخه وه غوښتل چې نوردي په دې ولایت کې دوینې تویدلوڅخه لاس په سرسي اوله دوی سره دي پوره مرسته وکړي ترڅوپه هلمندکې انسان وژنه پایته وره سوي .

داپداسي حال کې ده چې دهلمند ډیری اوسیدونکي  دتازه ناامنیوډیروالی دامنيتي ځواكونوترمنځ نه همغږي بولي اوزياتوي دتيرې يوې نيمې مياشتې راپه ديخوا نه يوازې د هلمندڅلورشمالي ولسوالۍ د درنوجگړوشاهدې دي بلكې د هلمندیوشمیرمركزي سيمې هم پوره نا امنې سوې دي چې ښه بیلګه یې دمارجې ولسوالۍ دسيستاني اوتريخ ناوراوهمدارنګه د گرشك ولسوالۍ دنهرسراج سيمه یادوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر