۱۳۹۳ شهریور ۱۰, دوشنبه

قومي مشران :په هلمندکې دناامنیودډیریدوسره په ښارکې اختیتاف، غلا، اوترورکې دپام وړډيروالی راغلی دی.


راپور---۲۰۱۴---۹---۱—
په هلمندکې دناامنیودډیریدوسره په ښارکې اختیتاف، غلا، اوترورکې دپام وړډيروالی راغلی دی.
دلښکرګاه ښاراوسیدونکې چې دغه حالت خورااندیښمن کړي اودپه دغه برخه کې که څه هم له اړونده چاوارکوڅخه ناهیلې دي خودمخنیوي غوښتنه یې کوي .
دوی وایې ولایتي چارواکې په خپلوشخصي ګټوبوخت دي خودښارایانودخوندي امنیت لپاره یې هیڅ رازمرسته نه ده کړې .
خوبلخواامینتي چارواکې په ښارکې دنووامنیتي پلانونودنیول کیدواوپه دغه برخه کې دښاردلاښه امنیت په موخه دنویوګامونودپورته کیدوخبرورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې له شاه اوخوادومیاشتوراهیسې ناامنۍ خورا ډیري سوي چې له امله یې په ښارکې ترور، غلا، اواختیتاف هم دپام وړزیات سوی دی چې دغه چارې دلښکرګاه ښاراوسیدونکې اندیښمن کړي دي
دوی وایې په ښارکې په رڼاورځ غلاګانې ، تروراودښاراوسیدونکې اختیتاف کیږي خوله تیروپنځوکلونوراهیسې په یادوجرمونوتورن کسان نه خونیول سوي دي اونه یې هم دمخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته سوي دي چې له امله يې دښاراوسیدونکې په ویره کې اچولې دي .

دوی  په دغه برخه کې دچارواکونه پاملرنه ، فساد، شخصي ګټي، اودیادکړیوسره ددوی لاس لرل یې عوامل په ګوته کوي چې په مخنیوې کې یه پاته راځي .
پرهمدي مهال دهلمنددامنیه قوماندانۍ دجنایې څيړنومشرمل پاسوال محمدزي رحمتي دشمشادسره په خبروکې وویل پولیسوپه ښارکې دترور،اختیتاف ، اویاهم دغلاودمخنیوي په برخه کې دکارکولوپه تړاویوشمیرکسان نیولي اودقانون منګلوته یې سپارلې هم دي خوپه دغه برخه کې یه دښارپه ټولوسیموکې دلاښه امنیت دراویستلودنووپلانونودجوړیدواوعملي کیدوخبرهم ورکړ.

نوموړي دلښکرګاه ښاراوسیدونکوته ډاډورکړچې دیادستونزودمخنیوي په برخه کې به کوټلې ګامونه پورته کړي .
په هلمندکې دناامنیودزیاتیدوسره جوخت په ښارکې دترور، غلا،اواختیتاف پیښي ورځ په ورځ زیاتیږي چې په تیره یوه اونۍ کې څلورتنه  ووژل سول اویوه ښځه ټپي سوله چې دوه تنه یې دملي امنیت کارکوونکې اویوبل سرحدي پولیس ووخووتراوسه یې هم عاملین ندي نیول سوي پداسي حال کې چې ده  کلونوراهیسې دچارواکوڅیړنې دوام لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر