۱۳۹۳ بهمن ۱, چهارشنبه

پرهلمندوالي اوښاریوځل بیادبډواخستلوتورنه پورې سول .

راپور--۲۰۱۵—۱—۲۱—
پرهلمندوالي اوښاریوځل بیادبډواخستلوتورنه پورې کړل سول .
دلښکرګاه ښاردصافیانودسیمي اوسیدونکې وایې ښاروال دوالي په امردتیري شپي دباران اوبه ځکه په قصدي توګه ددوی پرکوروورخوشي کړي چې دوی دیوي یوي نمري پرسردسل زره پاکستانیوکالداروغوښتنه کړي وه خودوی ونه منل ،دوی زیاته وي دتیري شپي دباران اوبویه کورنه ورنړولي دي ،لښکرګاه ښاروال پرځان لګول سوي تورنه ردوي خوهلمندوالي په دي اړه دهرازخبروکولوڅخه ډکه وکړه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
بیاهم هلمنداوپردولتي چارواکودبډواخستلوتور.
دلښکرګاه ښاردصافیانودسیمي اوسیدونکې وایې هلمندوالي اوښاروال دیوي یوي نمري پرسردسل زره پاکستانیوکالداروغوښتنه کړې خودوی ونه منل چې دتیري شپي دباران اوبه یې ددوی پرکوروپه قصدي توګه ورخوشي کړي چې ددوی داستوګنې کورنه یې ورونه نړول ،دوی وایې داچې په وار واریې خپل ږغ پورته کړی دی خودولتي چارواکې یه ځکه ناره نه اورې چې پیسې تري غواړي اودامهال دمرکزي دولت څخه دورسره سوي ظلم دڅیړلوغوښتنه کوي .

په ورته وخت کې دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل ساپی پرخپل ځان لګول سوي تورنه رده وي اوزیاته وي ښاروالۍ ترخپله وسه هڅه کړې ترڅوپرتوستونزوته یوه دایمي دحل لاره ولټوي .


پرهلمندوالي اوښاروال دالومړی ځل نه دی چې دبډواخستلوتوري پرې لګول کیږي څه موده مخکې دښاروالۍ ،اوعمومي ریاست مامورینو،دولایتي شوراپخوانیوغړوهم دمځکو دغصب اوبډواخستلوتورنه پرې پوري کړي وه .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر